کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظر بوټو د مرګ په تور دوه نور کسان ونيول سول

د بېنظر بوټو د مرګ په تور دوه نور کسان ونيول سول

 


دبې نظير بوټو په قتل كښې حكومت  ته مطلوب دوه تنه  نور ملزمان  حسنين  او رفاقت ونيول شول دشخصي  ټلويزون  دراپور  ترمخه  د پوليسو يوې ډلې  دحسنين  او رمفاقت د نيولو دخبرې پخلۍ كړيدي او ويل كيږي  چي  دغه دواړه  په پينډى كښې

  نيول شويدي . د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم څو تنه د بېنظير بوټو د مرګ په قضيه کي په لاس لرلو شکمن پيژندل سوي او نيول سوي دي . د پاکستان حکومت څوورځي مخکي اعلان وکړ چي د اعتزاز نومي کس څخه چي دوی د سپينکۍ له سيمي څخه نيولی و تحقيقات کړي دی او پر بېنظير بوټو ډزي کوونکی او ځانمرګي بريد کوونکی يې په نومونو پيژندلي دي .