کور / سپورټي / فټبال: د جون د ١٦ – مي د لوبو حال

فټبال: د جون د ١٦ – مي د لوبو حال

د ٢٠١٠ کال د ورلډ کپ په شپږمه ورځ د چيلي او هندوراس، هسپانيا او سويس، يوراګواى او جنوبي افريقا ترمنځ لوبي وسوې، چي چيلي هندوراس ته په يوه ګول ماته وکړه، هسپانيې بيا له سويس څخه په يوه ګول ماته وخوړه، او يوراګواى درې پر صفر له جنوبي افريقا څخه وګټله.
د تيري ورځي په لوبو کي د سويس او هسپانيې هغې ډېره په زړه پوري لوبه وه. په دې لوبه کي هغه اصطلاح رښتينې ثابته سوه چي وايي په سپورټ کي وړاندوينه نسي کېداى، د هسپانيې لوبډلي تکړه والي ته په پام سره هيچا نه ويل چي سويس به يې ځني وګټي، خو هسپانيې له تمي خلاف د ٢٠١٠ کال د ورلډ کپ لومړۍ لوبه د سويس له نسبتاً کمزوري لوبډلي څخه وبايله.
ټاکل سوې ده چي نن د جون پر ١٧ – مه د افغانستان پر وخت د ماپښين پر څلور بجې د ارجنټاين او جنوبي کوريا ماځيګر شپږ بجې يونان او نايجريا او د شپې پر ١١ بجې د فرانسې او مکسيکو ترمنځ لوبي وسي.