کور / راپور / له خوا د پښتونخوا جشن راپورPSDPفرانکفورت کی د

له خوا د پښتونخوا جشن راپورPSDPفرانکفورت کی د


Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی ،دلری  اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر  دی د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه  نیټه دفرانکفورت  څانګي په کوربه توب د فرانکفورت په ښار کی   د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ.


  پدی جشني غونډه کې اروپا میشتودهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو او ولسي سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو،میرمنو، تنکیو ځوانانو ، پیغلو او د پښتونخوا په سلګونو مینه والو او د ای ار وائی ، پي ټي وي او نورو خبري رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.


 


دغه راز   د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور     د غونډي  ځانګړي مشر میلمه ؤ.


د ګوند د مشرانو دجرکي غړي ښاغلي سید عليشاه، له خوا دغونډی ګډونوالو ته د هرکلي وویلو وروسته   ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه  پرانستله.


د غونډي د سټیج چاري د ګوند خپرونو د چارو مشر ښاغلي عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدي.


 غونډه د ماښام په اووه بجو د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه.



ورپسي د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د فرانکفورت د څانګي په استازیتوب د غونډي  ګډونوالو ته هرکلی او ستړي مه شي وویله، لدي وروسته  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دګوند په سیاسي مبارزه او د پښتونخوا په تاریخ او د سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو  هر اړخیزه رڼا واچوله او له ښاغلي حاجی غلام احمد بلور څخه ئی  مننه وکړه چی زمونږ سره د پښتونخوا جشن په خوشالئ کی ګډون وکړ.



ورپسی د ګوند د کورنیو چارومشر ښاغلي مبارز څاپی خپله ارزښتناکه لیکنه  ګډونوالو ته واوروله.


دغه رازد ګوند دوییم مرستیال ښاغلي نصیر خان د ستر پښتون محمد ګل خان بابا ارزښتناک او مانا لرونکي افکار ګډونوالو سره شریک کړل، او د ګوند جنرال سیکرټري ښاغلي نصیر ستوری د ګوند نوی ټاکل شوی مشرتابه ،چی ټاکني ئی په ۲۹ مئ ۲۰۱۰ پای ته رسیدلي وي   حاضرینو ته وروپیژندله،  لدی وروسته د ګوند د ښځو او د ټولنیزو چارو مشري میرمن خاپیرئ شینواری په خپله وینا کی په پښتنو میرمنو او پیغلو غږ وکړ چی د پښتو او پښتونولئ په لاره کی دی خپلي هلي ځلي لا  ګړندئ کړي او پدی لاره کی دی د خپلو میړونو، او اولادونو پوره پوره ملاتړ وکړي.


ورپسي د سایل صیب شعر (خوښ د پښتونخوا په میږتون یمه پښتون یمه) په ځانګړي او په زړه پوري انداز سره د یو ی ډلي ځوانانو له خوا وویل شو، چی غونډي ته ئی زیاته ښکلا ورکړه.


ورپسی ددی غونډي ځانګړي میلمه  ښاغلی حاجی غلام احمد بلورچی له پښتونخوا څخه د پښتونخوا جشن کی د ګډون لپاره راغلي ؤ ګډونوالو ته  وینا وکړه  اود پښتونخوا د نوم د لاسته راوړلو، د پښتنو او د سیمی په اوسنیو کړکیچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په روانه غمیزه   ئی رڼا واچوله .



لدی وروسته دپښتونخوا دجشن په مناسبت لنډه او په زړه پوري مشاعره وشوه چی دپیغلي ډیوه  سنګین وردګ  له خوا پدي شعر سره پیل شوه«د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده*** په کابل او پیښور کی افغان یو دی»  د مشاعري په لړ کی  ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي نسیم ستوري، میرمن اوګئ باوري، ښاغلي وسیم لایق، ښاغلي عبدالطیف اپریدی، ښاغلي ببرک دقیق شفیق ، ښاغلي ګل عزیز باوري، ښاغلي استاد بصیر احمد اصف، ښاغلي عزیز افسوس ، ښاغلي عبدالولي برهان، ښاغلي خیبر  مومند، ښاغلي پيښوري شینواري .  ښاغلي  محمد اسحاق،  ښاغلي ایوب خان، ښاغلي محمد داؤد هلمند او ښاغلي بسم الله خان سنګین ځدران    په ښکلی انداز کی شعرونه واورول .


ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور جشني برخه   پیل شوه چی ، د هیوادنامتو او خوږ غږو سندرغاړو، ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او  ښاغلی نادر صدیقي ښکلی ښکلي ملی سندری  وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید


غونډه په ملي اتڼونو سره د شپی په دوه نیموبجو پای ته ورسیده  او د غونډی د تخنیکي همکارانو ښاغلی نسیم ستوری او ښاغلی عبدالولي برهان څخه مننه وشوه.


دغه راز غونډ ته  د هیواد له دننه او بهر څخه د ځني سیاسي ګوندونو او کولتوري ټولنو او سازمانونو د مبارکئ پیغامونه رارسیدلي ؤ چی  وخت د کمئ له امله ونه ویل شول،  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له دغو ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی 



یادونه: د غونډی د انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PakhtunkhwaJeshan
دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی،د ویډیو د لنډیز د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://www.youtube.com/watch?v=GXB14TwNHaw
په درناوی