کور / سپورټي / د فوټبال نړيوالوسياليو په لړكي د چيلي لوبډلي بريا خپله كړه

د فوټبال نړيوالوسياليو په لړكي د چيلي لوبډلي بريا خپله كړه

د نن ورځي په لوبه كښي د چيلي لوبډلي د فوټبال د نړيوال جام د نوملړ له (H) ګروپ څخه د نژدي سيال هندوراس سره په (ام بومبيلا) لوبغالي كي بخت ازمويه چي د چيلي ملي لوبډله وتوانيده چي د هندوراس ملي لوبډلي ته يو د صفر په وړاندي ماته وركړي او په خپله لومړي لوبه كښي (۳) نمري تر لاسه كړي
په دغه سيالي كښي يوازني ګول د چيلي لوبډلي څخه ( ۱۵ مه ) شميره لوبغاړي ( بينزجور ) د لوبي په (۳۴مه) دقيقه كښي تر سره كړ او بريا ته ورسيد
د چيلي لوبډله په خپل ګروپ كښي دوي نوري لوبي لري چي دويمه لوبه يي له سويس سره د جون پر ۲۱مه نيټه ده او دريمه لوبه يي له اسپانيه سره د جون پر ۲۵ مه ده
د نن شپي په بله لوبه كښي د اسپانيه ملي لوبډله د سويس لوبډلي سره لوبيږي چي تر دا مهاله لوبه د سويس لوبډلي په واك كي ده او يو ګول د سويس لوبډلي لخوا د ۱۶ نمبر لوبغاړي په واسطه د دويمي نيمايي په ۳۴ مه د قيقه كښي لګول سوي
د جون د ۱۶ مي نيټي يوه بله لوبه به نن شپه د افغانستان په وخت پر ۱۱ بجي د كوربه هيواد سويلي افريقا او يوروګواي تر منځ ترسره سي
دا په داسي حال كي ده چي د افريقا ملي لوبډلي خپله تيره لوبه له مكسيكو سره يو يو مساوي پاي ته رسولي وه