کور / سپورټي / حميد حسن او محمد نبي د شاهد اپريدي د ډلې پر وړاندې لوبه کوي

حميد حسن او محمد نبي د شاهد اپريدي د ډلې پر وړاندې لوبه کوي


د افغانستان د کرکيټ دوه لوى ستوري حميد حسن او محمدنبي، چې په تېرو شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د افغانستان په استازيتوب لوبېدلي وه، د جون  پر ۲۷ مه نېټه د انګلستان د کرکيټ په مشهوره کلب ايم سي سي کې د پاکستان په وړاندې لوبه کوي.


دغه شل اوريزه لوبه به د لارډز يا د کرکيټ کور په لوى او تاريخي لوبغالي کې د زرګونو نندارچيانو په وړاندې ترسره کيږي.



حميد حسن او محمد نبي دواړوپه ۲۰۰۷ کې  د ايم سي سي د ځوانانو په کلب کې وخت تېر کړى، او همدارنګه دواړه په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د افغانستان مهم لوبغاړي ول.



د ايم سي سي لوبډلې کپتان به د هند پخوانى کپتان او مشهور لوبغاړى سورو ګنګولي وي، او همدارنګه به په کې مشهور لوبغاړى او د ويسټ انډيز پخوانى کپتان برېن لارا لوبيږي.



دا به په لارډز لوبغالي کې د دې مشهورې لوبډلې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وي.


ټاکل شوې چې د نيوزلينډ هر اړخيز لوبغالى کريس هريس به هم په لوبډله کې وي، نوموړى په لږ اوريزو لوبو کې په خپل پياوړي بالينګ ډېر مشهور دى، همدارنګه نوموړى د خپل هېواد له خوا په يوه ورځنيو لوبو کې د ډېرو لوبغاړو د سوځوونکو په لېسټ کې دويم نمبر دى.


د ايم سي سي په لوبډله کې د جنوبي افريقې ټېرون هينډرسن هم شته چې تر دې وړاندې د همدې کلب له خوا ښه لوبېدلى دى.


د ايم سي سي په نړيوال کلب کې به د افغانستان تر څنګ د هند، جنوبي افريقې، ويسټ انډيز، اسټراليا، نيوزلنډ، زمبابې، سريلانکا او انګلستان لوبغاړي ګډون کوي.



حميد حسن لومړى افغان لوبغاړى دىچې د لارډز په تاريخي او ستر لوبغالي کې يې قدم ايښى، کله چې يې په ۲۰۰۷ کې د همدې کلب له خوا د اروپا د ډلې په وړاندې ولوبېدى.


د ايم سي سي لوبډله:


سو رو ګنګولي (کپتان)، اېډن بليزرډ، براين لارا، اين هاروي، محمدنبي، ټېرون هينډرسن، کريس هريس، جون سيمپسون، ګلين کويرل، چميندا واس، او حميد حسن .



د شاهد اپريدي په مشرۍ د پاکستان لوبډلې لپاره به دا يوه جالبه او ستونزمنه لوبه وي چې د نړۍ له پياوړو لوبغاړو سره په کې مخ کيږي.


په ۲۰۰۶ کې چې کله د ايم سي سي کلب د مايک ګېټينګ په مشرۍ په ممبۍ کې له افغانستانه لوبه وبايلله له هماغه مهاله د نړۍ دې مشهوره لوبډلې د افغانستان د کرکيټ په پياوړي کولو کې ځانګړې برخه اخيستې.


ايم سي سي هڅه کوي چې د افغانستان د کرکيټ په پرمختګ کې کار وکړي.


د انګلينډ پخوانى هر اړخيز لوبغاړى او پوځي افسر متيو فليمنګ، چې  د دې کلب په کمېټه کې دى ، دوه ځله افغانستان ته تللى تر څو د ايم سي سي مرستې ګړندۍ کړي، او همدارنګه د افغان کنيکشن له لارې افغان ماشومانو ته لاره اواره کړي چې په کرکيټ کې پرمختګ وکړي.


ايم سي سي او افغان کنيکشن په ګډه د افغانستان په ښوونځيو کې د پيچ جوړولو په پروګرام اخته دي.


د پاکستان او ايم سي سي دا لوبه يو له ښه کرکيټ لوبو څخه وي، که چيرې حميدحسن او محمدنبي په دې لوبه کې وځليږي دا به نه يوازې دوى دوو ته د لا برياوو لاره اواره کړي، بلکې د ټولې نړۍ پام به يو ځل بيا افغان کرکيټ ته ور واړوي.


د نړۍ له وتلو او تکړه لوبغاړو سره د لوبې کول به دې دواړو ته دا موقع په لاس ورکړي، چې د هغوى له تجربو ګټه واخلي.


دا به دوى ته لاره اواره کړي تر څو د هند د آي پي ايل او نورو ګران بيه ټورنمنټونو د مالکانو پام خپل کړي، او په کې ځان ته ځاى پيدا کړي.


دا به لومړى ځل وي چې افغان لوبغاړي  حميدحسن او محمدنبي به د پاکستان د ملي لوبډلې په وړاندې لوبه کوي، او د پاکستان د شاهد اپريدي، عمر اکمل، کامران اکمل، عبدالرزاق …غوندې تکړه لوبغاړو له بېټينګ سره په نړيواله کچه مخ کيږي.
د دواړو د بريا په هيله.


يادونه:
د دې لوبې ټکيټ دلته رانيولاى شئ
http://tickets.lords.org/acatalog/MCCvPakistanis.html
ايم سي سي (Marylebone Cricket Club) په ۱۷۸۷ کې جوړ شوى، د کرکيټ د نړۍ تر ټولو مشهور کلب دى.