کور / شعر / غزل

غزل

تورزاغا ن مي په بڼ ګډسو شاپيرئ دپه چيغارو
بياهوسئ دي توريدلي تورپيکي دپه چيغارو
دريشمو محل بيالکه شفق اي لونګينه
بياپيوند دګلو څانګي شين خالي دپه چيغارو
غنم رنګ دازادي په رنګينيو کي ونغاړي
دنفاق جامونه مات کي غرڅني دپهچيغارو
زموږدوير شپيلي دماته رابيدار سي ځوانيمرګو
ګودرويني ويني ژاړي ناواکي دپه چيغارو
ساقي خپل سازونه نوردي زمازخمي زخمي جانانه
لالي پروت دمرګ په بوله ليوني دپه چيغارو
زرپرستوبياداؤکړي ګل زرين اي وطنوالو
فضل وکي لوي خداي ګل غوټي دپه چيغارو
بيااميل دسروياقوتو ورپه غاړه تازنين ته
ګوندي مړاوي ګل سي ګلالي دپه چيغارو
بيالمرين که بدرګه الکوزيه په سندرو
سپوژمئ څرک وا، راخيږه ملالي دپه چيغارو