سريلانکا: پرتاميلي اورپکو دبريا ورځ ولمانځل شوه

65 | جون 19th, 2010


دسريلانکاپه تاميلي اورپکوباندې دبرياورځ په يولړخاصو پوځي مراسموکې ولمانځله،په دغه مراسموکې دنوموړې هيواد دجمهور ريئس ترڅنګ ډيرى لوړپوړو چارواکو ګډون درلوده او په دغه نښته کې دوژل شويوسرتيرو په قبرونو دګلونو ګيډۍ کيښودي .
دسريلانکاجمهور ريئس دخپلوخبرو په ترڅ کې وويل چې له اوږدې مودې وروسته دوي په دې وتوانيدل چې له سيمې څخه دتاميلي اورپکوټغرټول کړي .
نوموړې زياته کړه چې تاميلي اورپکوهڅه کوله چې په سيمه کې په ځواک سره دولت واکي وکړي خو په دې ونه توانيدل چې دسريلانکادولس پروړاندې ودريږي .
ديادونې وړده چې دسريلانکا دولت له تاميلي اورپکوسره له ديرشوکلونوراهيسې په جګړه کې ښکيل وه چې په دوه زره نهم ميلادي کال کې په دې وتوانيدل چې سيمه له يادو اورپکوڅخه پاکه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024