پکتيا:دوه ښوونځی بشپړ او ګټې اخیستنی ته وړاندی شول

د لراوبر اداره | جون 22nd, 2010


(سه شنبه د غبرګولی ۳۱ مه ) د پکتیا مرکز کی د دوه ښوونځیو ودانۍ بشپړی او ګټې اخیستنی ته وړاندی شوی ، د پکتيا ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼي له مخي دا دوه منځی ښوونځی چی د ممړئ او زاوو په نوم یا دیږی شاووخوا شپږ میاشتی مخکی په دوه ، دوه جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول پیل او نن ګټی اخیستنی ته وړاندی شول .

په خبرپاڼه کي راغلي چي په نوموړو ښوونځیو له ټولو ضروری ملحقاتو سره ۹۲۰۰۰ امریکایی ډالره مصرف راغلی چی د یونسف او د پوهنی وزارت د پرمختیا یی بودجی لخوا یی مصرف ورکړل شوی ، په دی ښوونځیو کی شاوخوا اوه سوه هلکان او انجونی زده کړه کوی .

دا مهال په پکتیا کی ۲۵۹ ښوونځی فعال دی چی شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ هلکان او انجونی په کی زده کړه کوی چی ۹۴۸۴۷ یی هلکان او ۲۴۸۴۰ یی انجونی دی

Copyright Larawbar 2007-2024