کور / z_buitenland_news -- 5 / م.فضل رحمان:د انسانيت او مسلمانانو استازيتوب کوو

م.فضل رحمان:د انسانيت او مسلمانانو استازيتوب کوو

 


دجمعيت علماء  اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي  چې  جمعيت علماء اسلام په انتخاباتو كښې برخه اخستلو سره د ولس د  ښه  راتلونكي لپاره مبارزه كوي دغه څرګندونې  مولانا فضل الرحمان  دټليفون پركرښه په كويټه  كښې دجمعيت كانديدانو ته كړيدي مولانا فضل الرحمان غوښتل چې  تيره ورځ  كويټې  ته سفر وكړي خو بيا يې  بيرته  خپله دوره وځنډوله او د ټليفون دلاري يې وينا وكړه مولانا  فضل الرحمان  زياته كړيده چې  حكومت اوڅه سياسي ګوندونه دامريكا ملګرتيا كوي خو جمعيت علماء  اسلام د انسانيت اومسلمانانو استازيتوب كوي  مولانا فضل الرحمان  پرهغو كسانو سختې نيوكې وكړې  كوم چې څه وخت وړاندې  د جمعيت څخه  جلا شول او دخپل ځان  ته يو ګوند يي  رامنځته كړ او دطالبانو سره يې  په ډاګه  ملاتړ اعلان كړ نومولانا  فضل الرحمان پرجلا شوې ډ له  نيوكه كولو سره  وويل چې دغه كسان  دجمعيت په وړاندي په انتخاباتو كښې برخه  اخستلو سره بغاوت او منافقت كوي.