پوهنه د اونۍ په هېنداره كې (پنځم اونيز راپور)

د لراوبر اداره | جون 25th, 2010


د خوښۍ ځاى دى چې د پوهنې وزارت د دې اونۍ له لاسته راوړنو مو خبروو، چې په لاسته راوړنو كې د ښوونځيو د تعميراتو افتتاح كول، د ښوونځيو د تعميراتو جوړول او رغول، د ښوونكو لپاره د تريننګ د مركزونه پرانيستل، له ښوونځيو سره مرستې، د زده كوونكو د علمي كچې د لوړتيا په موخه د سياليو په لاره اچول او د پوهنې په ډګر كې نور ورته ګامونه د پوهنیزې اونۍ د مهمو لاسته راوړنو په توګه حسابولى شو. چې تفصيل يې په لاندې ډول دى:


د ۱۳۸۹ كال د غبرګولي ۳۰ نېټه
دروان كال د جوزا د مياشتي په ۲۹ نيټه د ننګرهار ولايت د خوګیاڼو د ولسوالۍ د قلعه خیل د لومړنۍ ښوونځۍ ودانۍ د بنسټ ډبره پداسې حال كې كيښودل شوه چې د پوهنې رياست مسوولين، د دولتي او غير دولتي ادارو استازي، ځايي مخور او د دغې ښوونځۍ ښوونکي او زده کوونکي حاضر وو. دغه ودانۍ چې د یونیسف موسسې لخوا د ۹۳ زرو امریکایی ډالرو په ارزښت د ۶ مياشتو په موده كې په پاخه ډول جوړيږي اته درسي خونې، ۴ اداري خونې، ۶ تشنابونه، د څښاك د اوبو څاه او نور د اړتيا وړ ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۴۰۰ زده كوونكو د ځايولو ظرفیت لري. د يادولو ده چې دغه ښوونځۍ ۵۰۰ تنه نجونې زده کوونکي لري چې د ياد شوې ودانۍ په جوړ ولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو له امله حل شي.


د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ د خواجه كمال ولي منځنۍ ښوونځۍ پداسې حال كې افتتاح او  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې د نوموړي ولايت د پوهنې ريسه هييت، د دولتي ادارو استازي، د ولايتي شورا غړي، قومي مشران او ددې ښوونځۍ ښوونكي او زده كوونكي حاضر وو. ددې ښوونځۍ تعمير ديو پوړ په لرلو سره په  پاخه او اساسي ډول د (۴۸۰۰۰) امريكايي ډالرو د پوهنې وزارت د كدرونو د لوړولو د پروګرام لخوا د يو كال په موده كې جوړ شو چې ۶ ښوونېزې خونې، ۳ ادارې خونې(سره له ټولو اړينو توكو) لري او په يو وخت د ۳۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لري.


د زابل ولايت د پوهنې رياست سره د يو نيسف مؤسسې لخوا د ۱۵۰۰ پايې يو نفري چوكيو مرسته وشوه. د نوموړي ولايت د پوهنې رياست  په هغه غونډه كې د يونسف نړيوالې مؤسسې ددې مرستې مننه وكړه.  چې په همدې مورد د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې  جوړه شوې وه. د يادونې وړ ده چې دا چوكۍ به د مهال وېش سره سم د زابل ولايت په ښوونځيو ووېشل شي.


د لغمان ولايت د عليشنګ په ولسوالۍ كې د ماسموت د ليسې تعمير پداسې حال كې  افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې د نوموړي ولايت د پوهنې رياست او د عليشنګ ولسوالۍ د مديريت چارواكي،  د ولايتي شورا ځين غړي، قومي مشران او ددې ښوونځۍ ښوونكي او زده كوونكي حاضر وو، ددې ښوونځۍ تعمير په يوپوړيز پاخه او اساسي ډول د (۴۷۷۵۷) امريكايي ډالرو د يونيسف نړيوالې مؤسسې  لخوا د يو كال په موده كې جوړ شو چې ۶ ښوونېزې خونې، ۲ ادارې خونې، ۶ پاك او مجهز تشنابونه لري او په يو وخت د ۳۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لري، د يادولو وړ ده چې دا ښوونځى به د دې ناحيو د زده كوونكو ستونزه حل او دوى به د زده كړې له نعمت څخه برخمن شي


د تخار ولايت په خواجه بها والدين ولسوالۍ كې هم د دغه ولايت د ښوونكو د روزنې د مركز الحاقيه تاْسيس شو. دغه الحاقيه په هغه غونډه كې تاْسيس شو چې پكې د تخار د والي مرستيال، د پوهنې رياست مسؤولينو، ځايي دولتي چارواكو او قومي مخورو ګډون كړى وو. د دغه مركز الحاقيه د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د نارينه زده كوونكو په ليسه كې فعال شو چې دا مهال ۱۵۰ تنه داخل خدمت ښوونكو پكې ثبت نام كړى او د ښوونكو د روزنې د ۱۲ تنو استادانو  لخوا زده كړه وركول كيږي .


د ۱۳۸۹ كال  د غبرګولي ۳۱ نيټه
د غور ولايت د دولت يار ولسوالۍ د پيرباى نظر د ليسې تعمير افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، ددې ليسې تعمير پداسې حال كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكو، د ځينو دولتي ادارو استازو،  د ولايتي شورا ځينو غړو، قومي مشرانو او ددې ښوونځۍ ښوونكو او زده كوونكو حضور درلود. دا ښوونځى د سيمې د اوسېدونكو لخوا د ۳ميليونو افغانيو په لګښت په درى جريبه ځمكې كې په پاخه او اساسي ډول جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، چې د۱۴درسي كوټو، ۲ اداري كوټو چې ټول اړين او توكي او ضروريات په درلودلو سره به ددې سيمې د زده كوونكو ستونزه حل كړي.


د غزنی ولایت د پوهنې رياست په تالارکې ۴۰ تنو د دولسمو او څلوارلسمو ټولګيو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته، بریالي کسان به د آزموينې د پایلو څخه وروسته د غزني ولايت د مركز او ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي.
د جوزجان په ولايت كې د حسن قرايت سيالۍ ترسره شوې، د جوزجان ولايت د مركز او ولسواليو د نارينه او ښځينه زده كوونكو د تر منځ د شبرغان په ولايت كې د نفت او ګازو د رياست په تالار كې دا سيالۍ په لاره اچول شوې وې، چې په دې مراسمو كې د دولتي ادارو  استازو سربېره، د سيمې مشرانو، قاريانو، حافظانو او د مركز او ولسواليو ډير شمېر اوسېدونكو برخه اخيستې وه. دا سيالۍ د جوزجان ولايت د مقام په نوښت او د همدې ولايت د معارف رياست په مرسته په لاره اچول شوې وې چې ۱۲ اونۍ هره پنج شنبه دوام لري. د يادولو وړ ده چې د دې سيالۍ په پاى كې درىو كسانو ممتازو زده كوونكو ته په تركيه يا ازبكستان كې د زده كړې چانس برابريږي او ګډونوالو زده كوونكو ته تقديرپاڼې او جايزې په نظر كې نيول شوې دي.


، د لغمان ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره د نوو كتابونو د پيژندلو ترعنوان لاندې ۱۶ ورځنى سیمينار د لغمان  ولايت د پوهنى رياست په تالارکی په لاره واچول شو. نوموړی ورکشاپ د یونیسف مالي مرسته او د پوهنې ریاست په همکارۍ د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د كليوالې ښوونځيو ۵۰ تنو ښوونكو ګدون كړى چی له مخې به یې د نوي مېتود په هكله پوهنیزه زده کړې ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چی دېته ورته ورکشاپونو به د ښوونکو دپوهې د لوړلو په کچه کې د نوې روزنې د اصولو له اړخه مثبتې اغیزې وشیندی.


د پنجشېر ولايت د پوهنې له رياست سره د نړيوال غذايي پروګرام لخوا د (۱۸۵۳)كارتن بسكيتو مرسته وشوه، ددې ولايت د پوهنې د رياست لخوا په هغه غونډه كې چې په همدې اړه جوړه شوې د نړيوال غدايي پروګرام څخه مننه وكړه او د ورڅخه يې د پوهنې په ډګر د نورو مرستو هيله وكړه، هېره دې نه وي چې دا بسكېټ د ۶۱۴۰ تنو هغو زده كوونكو چې له دريم ټولګي تر اووم ټولګي په زده كړه بوخت دي د څارندوى استازي د موجوديت په صورت كې ويشل كيږي.


د هېواد په دريو حوزو كې د ديني علماوو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه. دا ازموينه د ۲۱۸۵ تنو ديني عالمانو او د قران كريم د حافظانو د دوولسم ټولګي د سويې د تثبيت په موخه،  چې د بلخ، ننګرهار او پكتيا ولايتونو د پوهنې په رياستونو كې د پوهنې وزارت د اسلامي زده كړو د معينيت د استازو تر څارنې لاندې واخيستل شوه، د ازموينې د ليدلو په موخه د ولايتونو د مقام استازو، د ولايتي شورا غړو او جيدو علماوو تشريف راوړى ؤ، پاتې د نه وي دا ازموينې د دوو كلونو راپدېخوا د پوهنې وزارت د اسلامي زده كړو معينيت لخوا د ديني علماوو او قاريانو د سويې د تثبيت په موخه په لاره اچول كيږي.  هېره دې نه وي چې د ازموينې ګډونوال د (بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل، جوزجان، ننګرهار، لغمان، نورستان، کنر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی او وردګو) ولايتونو علما او قاريان ول چې د كاميابېدو په صورت كې به ورته د دوولسم ټولګي د فراغت سند وركړل شي.


د ننګرهار ولايت د خوګيانو ولسوالۍ د وزير جهادي ليسه او د وزير نسوان متوسطه ښوونځې او د چپرهار ولسوالۍ د نجونو لومړنۍ ښوونځې لپاره نوې جوړې شوې الحاقيه ودانۍ نن دروان كال د چنګاښ په لومړي نيټه پرانيستل شوې.د خوګيانو ولسوالۍ د ښوونځيو ودانۍ چې د رغولو مالي لګښت يې د ولايتي بيارغاوني ټيم لخوا وركړل شوى دى په هغه غونډه كې پرانيسته وشوه چې د خوګيانو ولسوال، د ولايتي بيارغاوني ټيم مسوولين، د پوهنې رياست مسؤلينو او لسګونو قومي مشرانو پکې ګډون كړى وو. د وزير جهادي ليسه او د نسوان وزير متوسطه ښوونځې لپاره نوې رغول شوې الحاقيه ودانۍ، اته درسي خونې او څلور اداري خونې لري چې ۱۸۰۰۰۰ زره امريکايي ډالره پرې لګول شوي دي، او د چپرهار ولسوالۍ د نسوان لومړنۍ ښوونځۍ ودانۍ چې لس درسي خونې، د څښاك اوبو څاه، دساتنكو خونه، دروغتيايي كمكونو خونه، تشنابونه اونور ضروري ملحقات لري دسل زره امريکايي ډالرو په لګښت د د نمارك هيواد په مالي مرسته جوړه شوې ده.د يادولو وړده چې يادو شويو ښوونځيو تر دې وړاندې د زده کوونکو د ښوونې او روزنې لپاره کافي خونې نه درلودې.



د پكتيا ولايت په مركز کې نن د چنګاښ په لومړي نيټه د ممړۍ او زاهو متوسطه ښوونځيو نوې رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوي. د دغو ودانيو د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولايت د پوهنې مسؤلينو، د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او ورپسې د پكتيا ولايت د پوهنې رئيس ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سيمه ايزو اوسيدونكو، امنيتي مسؤلينو او پوليسو څخه له دې امله مننه وکړه چې له معارف څخه يې خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي. د ممړۍ ښوونځۍ ودانۍ چې اته درسي، دوي اداري خونې اونور ضروري ملحقات لري د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يونيسف موسسي په مالي مرسته جوړه شوې او د زاهو ښوونځې ودانۍ چې څلور درسي او دوي اداري خونې لري د پوهنې وزارت د پرمختيايي بودجې څخه د ۳۲  زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې. ياده دى وى چى د ياد شويو ښوونځيو د تعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيوو زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والى له امله ليرى شى.


د كندوز ولايت د پوهنې د رياست لخوا  د ښوونځيو د زده كوونكو لپاره د ذهن د پراختيا په موخه سيالۍ په لاره واچول شوې، چې د لومړي، دويم او دريم ټولګيو ۲۰ تنو زده كوونكي د جواېزو وړ وګنل شول، چې د پوهنې د رياست لخوا ورته جايزې او تقديرنامې وركړل شوې.


د تخار په ولايت كې د دوو ښوونځيو تعميرونه افتتاح او ګټې اخيستنې ته پداسې حال كې وسپارل شوې چې د همدې ولايت د پوهنې رياست چارواكي،  د سيمې مخور او د نوموړو ښوونځۍ ښوونكي او زده كوونكي موجود وو، د تخار ولايت د چاه آب  د ولسوالۍ د ساليق د ليسې او لومړي نمبر نسوان ښوونځي چې د (۳۷۴۵۱۱۳۹) افغانيو د جرمني هېواد د جي ټي زيډ په مالي لګښت چې ۲۰ سلنه د سيمې د اوسېدونكو جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې هر يو د ۶ درسو خونو، ۲ اداري كوټو په لرلو د نوموړو سيمو د زده كوونكو ستونزه حل كړي.


په لوګر ولايت كى د چك هيواد د ولايتى بيا رغاونى ټيم د لوګر ولايت د مركز د پل علم ښار د حامد كرزي د هلكانو ليسې د مديريت سره د ۴ زرو امريكايي ډالرو په ارزښت د يو شمير وسايلو مرسته وكړه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د نوموړى ښوونځى د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د لوګر ولايت د پوهنې سرپرست رئيس، د ولايتى شورا غړو، د زده كوونكو اولياوو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود. دپوهنې سرپرست رئيس د ولايتى بيارغاوني ټيم له دغې مرستې مننه وكړه او د نوموړى ټيم څخه يي د پوهنې په برخه كې د لازياتو همكاريو غوښتونكي شو. په مرسته شويو شيانو كې د دو خيمو برسيره، دوه تختي موكيت، ۳۰ دانې دو نفري چوكۍ، ۲۲ دانې د لمونځ كولو جاى نمازونه، ۸ پايې راديو، د لوبو توپونه او نور د ضرورت وړ شيان شامل دي. د ياده ولو وړ ده چې د چك هيواد د ولايتي بيارغاوني ټيم تر دې مخكې هم ددې ولايت د يو شمېر ښوونځيو د مديرتونو سره دا ډول مرستې كړې دي.


د نيمروز په ولايت كې د ليسو د مديرانو او د رياست د ارزونې غړو او ځينو ښوونكو لپاره  ښوونيز سمينار په لاره واچول شو، دا سمينار چې ۱۲ ورځې يې دوام وكړ  د ادارې او منجمنټ پرګرامونه د ليسې مديرانو او د رياست د ارزونې غړو او ځينو ښوونكو لپاره د نيمروز ولايت د پوهنې د رياست په تالار كې د د اكوارد د موسسې په مالي مرسته او د پوهنې د رياست په همكارۍ په لاره اچول شوى ؤ چې د ۲۰ كسانو په شااخوا كې مديران او د پوهنې د رياست د نظارت غړو پكې بخه اخيستې وه. چې ورته سمينارونه به په راتلونكې د ښوونكو د علمي كچې د پياوړتيا په موخه برابر شي.

Copyright Larawbar 2007-2024