دتاجکستان په نندارتون کې افغانستان ځاى لري

65 | جون 26th, 2010


دافغانستان داقتصادي پرمختګونو نندارتون په تاجکستان کې جوړشوه .
دسوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي چې دغه نندارتون دسوداګريزو اړيکو دښه کيدو اودمنځنۍ اسيا هيوادونو ته دافغانستان دتوليداتو دورپيژندنې په موخه جوړ شوى دى .
په دغه نندارتون کې په هغه ټولو برخوکې توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي چې افغانستان داقتصاد په وده کې رول لري .
دافغانستان داقتصادي پرمختګونو نندارتون چې د دوشنبې ښار په مربوط ماڼۍ کې جوړشوى پکې درې سوه پنځوس نور شرکتونو خپل توليدات په پنځه شپيته غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي .
ديادونې وړده تيرکال دافغانستان داقتصادي توليداتو لومړنى نندارتون په تاجکستان کې جوړشوه چې دهغې په پايله کې افغان سوداګرو وکړى شول چې دڅلورنيم ميليونو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي اودغه راز دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ دصادراتو کچه لوړه شوه .

Copyright Larawbar 2007-2024