کور / سپورټي / افغانستان د ډيويژن يو ۱۰۲۰ په سياليو کي دريم مقام وګاټه

افغانستان د ډيويژن يو ۱۰۲۰ په سياليو کي دريم مقام وګاټه

د جولای پر لسمه د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي په هالنډ کي د کوربه هيواد سره سيالي دافغانستان په ګټه پای ته ورسوله ، په دې سره افغانستان د ۲۰۱۰ د ډيويژن يو په سياليو کي دريم مقام وګاټه ، که افغانستان د ۹ جولای لوبه له سکاټلنډڅخه ګټلې وای نو به د آيرلنډ سره پايلوبي ته وتلای . د کرکيټ ملي لوبډله نن د جولای ۱۱ بيرته افغانستان ته ستنه سوه .

ملي لوبډلي ۹ جولای د سکاټلنډ سره لوبه درلودل چي سکاټلنډ په دوو ويکټونو سره بازي و ګټل او پدې سره افغان لوبډلي پاينل سيالۍ ته لار و نه موندله .

بل لور ته نن ايرلنډ او سکاټلنډ پاينل سيالۍ ته سره وتلي دي چي هغه هم د هالنډ په امتلفېن ښار کښي ترسره کيږي.

سکاټلنډ په دوو ويکټونو وګټله .

د افغانستان بله لوبه  ۹ جولای د جمعې ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د سکاټلنډ سره  د هالنډ په دوهم لوی ښار روتردام کي کېدونکې ده .

د ملي لوبډلې سږنيو لوبو ته د تېر کال په پرتله د تماشاتيانو شمېر کم دی ، اکثريت هالنډ ميشتي افغانان اوس هم د کرکټ له دې سياليو څخه خبر نه دي ، هالنډ ميشتی افغان همايون هم وايي چي يوازي دوې ورځي مخکي يې له يو ملګري واوريدل چي د کرکيټ ملي لوبډله هالنډ ته راغلې ده ، دی اوس دپاته دوو سياليو د ځای ځاګي پوښتنه کوي .

هالنډ مېشتی افغان ښاغلی اجمل ننګ وايي چي افغاني رسنيو ته لازمه وه چي د سياليو تر پيل کېدو مخکي يې اعلانونه کړي وای چي اروپا مېشتي افغانان له دې سياليو پر وخت خبر سوي وای او د سياليو په ورځو له خپلو کارونو رخصت اخستی وای .

د ملي لوبډلي کفتان نوروزخان منګل  او د  ولسمشر حامد کرزي سلا کار وزير شهزاده مسود بيا د سياليو پر مهال د افغانانو له شمېره شکايت نه کوي ، شهزاده مسعود تېره شپه د ملي لوبدلي لپاره د افغانانو لخوا په جوړه سوې غونډه کي د هالنډ ، کېنيا او کاناډا څخه د لوبو په ګټلو کي د افغانانو ملاتړ او تشويق د پام او ستايلو وړ وباله .

هغوی چي د افغانستان د لوبو پر وخت د کرکيټ ميدان ته راغلي وو  زياتره يې په دې نظر وه چي که افغاني رسنيو په دې اړه له مخکي خبرتياوي خپرې کړي وای ، د افغانانو شمېر به تر دې لس ځله زيات وو .

جمعه ۹ جولای ۱۱:۰۰  افغانستان – سکاټلنډ – د لوبغالي پته:    Hazelaarweg5,  Rotterdam

د تېرو لوبو حال :

۷ جولای : افغانستان له هالنډ څخه په ۶ ويکټه لوبه وګټله :

د هالنډ لخوا افغانستان ته د ۲۰۲ منډو ټاکل سوی هدف افغانستان په اساني سره پوره کړ او دا سيالي يې هم وګټله ، په لوبغاړي کي چي نن د نورو ورځو په پرتله زیاتو کسانو ګډون کړی وچي د کرکټ بريا يې په تودو اتڼونو او خوښيو ولمانځله .

افغانستان -کينيا دريمه سيالي :

د لوبډلي منېجر ښاغلی عبدالرحيمزي لراوبر ته د نن لوبي په اړه وويل چي لوبه د پرونۍ په پرتله ښه روانه ده ، کوم هدف چي موږ ته ټاکل سوی دی که سمه لوبه وشي نو زموږ د لوبډلې اووه تر اتو کسانو پوري کولای سي دا هدف ترلاسه کړي . نوموړی وايي تېره شپه يې په خپلو منځونو کي د لوبډلي د لا يووالي لپاره غونډه کړې وه چي د نن په لوبه کي يې اغېز څرګند شو .

نوموړي د ميدان په اړه وويل چي د بېټسمينانو لپاره مناسب دی ، دا هم زموږ سره د نننۍ سيالۍ په ګټلو کي مرسته کولای سي .

افغانستان – آيرلنډ دوهمه سيالي :

ایرلنډ پرون ورځ افغانستان ته ۲۳۸ منډې هدف وټاکه، خو د باران له امله لوبه نن ورځې ته وځنډیده نن ورځ په سیمه ییز وخت یولس بجې لوبه د هالنډ په روتردام کې پیل شوه چې تر اوسه روانه ده خو داسې ښکاري چې نن افغانان د نورکله په پرتله تیزه لوبه نه کوي د ملي لوبډلې منیجر وايي چې لوبه زموږ په زیان روانه ده.

حميد حسن د افغانستان آيرلنډ لوبي پر مهال باران خواشينی کړی دیپه دې سره د حميد حسن پرونۍ اندېښنې پر ځای وختې چي ويل يې دا به زموږ په ګټه وای که په لوبه کي وقفه نه وای راغلې ، خو دلوبډلي روزونکی بيا په بل نظر وو ،  ښايي حاجي کبيرخان به د خپلو لوبغاړو د مورال ساتلو په موخه پرونی باران د افغانستان په زيان نه باله .

ورستی حال لوبه په سیمه ییز وخت دوه بجې د افغانستان د ملي لوبډلې په ماتې پای ته ورسیده د سبا ورځې لوبه دوشنبې ۵ جولای د افغانستان او کېنيا تر منځ په امستلفېن کي پيليږي .

پته يي داده :  Nieuwe Kalfjeslaan 21 B, Amstelveen

افغانستان – آيرلنډ لومړۍ ورځ :

افغانستان ته ايرلنډ ۲۳۸ منډي هدف وټاکی ، د افغانستان د بايټنګ شروع کيدو پر مهال هوا خرابه سوه ، لوبه د هالنډ په وخت د ماځيګر تر شپږو بجو وځنډيده او وروسته يی سبا ته د ځنډيدو اعلان وسو . که څه هم لوبغاړو غوښتل چي دغه نن د آيرلنډ طبعيت ور برابر کړي ، خو حاجي کبيرخان وايي چي دا په اصل کي زموږ په ګټه ده چي سبا د ورځي له سره بيټګ وکړو او ټاکل سوي هدف ته ځان ورسوو ، کبيرخان خپه نه ښکاري ، دليل يی داید چي سبا ته به هوا هم د نن په پرتله توده وي او زموږ لوبغاړي به هم تازه دمي ميدان ته راسي .

د ملي لوبډلي روزونکی حاجي کبيرخان د لراوبر له همکار نذير احمد نذير سره د لوبي له ځايه

۳ جولای ( افغانستان – آيرلنډ )

د لومړي ډيويژن په سياليو کي نن افغانستان له آيرلنډ سره سيالي کوي ، لوبه څو شيبې مخکي د هالنډ د روتردام په ښار کي پيل سوه ، پچه آيرلنډ وګټله او لومړۍ بېټنګ  يې پيل کړ . زموږ د لوبغاړو مورال قوي دي ، نوروز منګل د لراوبر سره په خبرو کي له ټول ولس څخه ددعا غوښتنه وکړه چي افغانستان په دې سياليو کي اتل راووزي . موږ هم دعا ورته کوو چي څښتن تعالی دي زموږ شازلمو ته ډير توان ورکړي چي په دې او راتلونکو سياليوکي د خپل هيواد نوم او نښان هسک وساتي ( امين)

نن د جولای د مياشتي لومړۍ نېټه په هالنډ کي د کرکيټ لومړي ډيويژن سيالۍ پيل کيږي ، افغانستان هم په لومړي ځل د لومړي ډيويژن په سياليو کي برخه اخلي . ددې نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لومړۍ ورځ افغانستان له کاناډا څخه د ۲۵۹ منډو په جوړولو ددی سياليو لومړۍ لوبه وګټله .

لراوبر ويبپاڼه له دې امله ټولو لوستونکو ته مبارکي وايي ، په لاندي ويډيو کي په لنډ ډول د ملي لوبډلي د روزونکي حاجي کبيرخان او کپټان نوروزخان منګل د لراوبر سره په مرکه کي وينئ :

ملي لوبډله د جون د مياشتي پر ۲۷ هالنډ ته ورسيده ، ددې لوبډلي روزونکي حاجي کبيرخان  لراوبر ته د ټيلفون پر ليکه په هالنډ کي د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي د لوبو د پلان لنډيز په دې ډول وړاندي کړ ، لراوبر ويبپاڼه د اروپا مېشتو افغانانو د اسانتيا لپاره د هري لوبي وخت او پته لوبغالو ته دهغوی د راتګ په هيله وړاندي کوي .

پنجشنبې ۱ جولای۰۹:۰۰ –  ۱۴:۳۰  افغانستان – کاناډا  – فوربورخ Van Ruysdaellaan 3G, 2264TK Leidschendam – Voorburg

شنبې ۳ جولای۰۹:۰۰ –  ۱۴:۳۰  افغانستان – ايرلنډ – روتردام  Hazelaarweg,  Rotterdam

دوشنبې ۵ جولای۰۹:۰۰ –  ۱۴:۳۰  افغانستان – کېنيا – امستلفېن  Nieuwe Kalfjeslaan 21 B, Amstelveen

چارشنبې ۷ جولای۰۹:۰۰ –  ۱۴:۳۰  افغانستان – هالنډ – فوربورخ   Van Ruysdaellaan 3G, 2264TK Leidschendam – Voorburg

جمعه ۹ جولای ۰۹:۰۰ –  ۱۴:۳۰  افغانستان – سکاټلنډ – روتردام  Hazelaarweg,  Rotterdam

شنبې ۱۰ جولای : فاينل لوبه

لراوبر ويبپاڼه هڅه کوي چي دخپلي ملي لوبډلي د لاسته راوړنو وروستي جزيات تاسو ته وړاندي کړي .

کرکيټ : افغانستان هالنډ ته ماتي ورکړه

د لراوبر ويبپاڼي اداره  په هالنډ او شاوخوا هيوادونو کي له مېشتو افغانانو څخه هیله کوي چي د خپل هيواد ملي لوبډلي د ملاتړ او تشويق لپاره ددوی په سياليو کي په پراخ تعداد ګډون وکړي .

دلوبو د دقيق وخت او ادرس لپاره په هالنډ کي د ICC سيمه ايز همکار ته زنګ ووهئ : مختار بټ 0031629206447

تبصره نسته

1. ټولو افغانانوته مبارکی وایم او نور بریاوو په هیله
حامد سلارزۍ

2. ټولو ته دی مبارک وې ،،،،،،

3. ځوانانو تر سر تېرو دا برى مو مبارك شه
ملته د افغان دا سر لوړى مو مبارك شه
ټولو هيوادوالو ته مباركي وړاندي
د ودان او اباد جنګ ځپلي ويران افغانستان په هيله

4. تولوته دي مباركوي الله مو هميشه كا مباب لره

5. tolo watan walota mobaraki wayam kamyaba awsi

6. افغانانو دکرکټ په میدان کی بریالیتوب مو مبارک شه الله د وکړي چي په هر میدان کي دوشمنان هم داسی مات کړی

7. tol afghanistan ta mobarake wayam

8. سلامونه ګرانو هیوادوالو
ټولو دکرکیټ مینه والو ته ددی بریا مبارکی وایم
خو ارماند چی دلراوبرویب پاڼی دادکرکیټ معلومات په هم هغه شعبه خپرولی ډیربه ښه وه
اود لراوبرټولوهمکارانوته هم مبارکی وایم او ډیریی منندوی یم

9. ملي لوبډلي ته مباركي وايم ټولو افغانانو ته مباركي وايم او بالخصوص لراوبر ته مباركي وايم د خداي ج له دربار څخه يو سر لوړي افغانستان غواړو

10. i congratulate to all members of the National Team Specialy to our provincial players Now rowz mangal and Noorali Zadran and to all Afghanan fo the Victory

11. toll afghan awlass ta de zra le qwme mobaraki waim allah de wakri che afganistan pa aynda ke de sohil stori pa shan wazaligi

12. سلامونه دکرکت تولو گرانومینه والوته
تولوگرانوهیوادوالوته دکرکت دبریامبارکی وایم دنوروزمنگل سخه هیله کوم چه همیشه هم داسی په زره پوری لوبی وکری

13. biya hoom wa tolo ta mubarakai wayam

14. السلام عليكم دوهمة لوبة دافغانستان پڅه وقت شروع كيګې مننه

15. tolo watan walota mubaraki wayam

16. salamona tolo da crkt mena walo ta aw mubarke warkoom da match gatalo tolo afghaniano ta inshallah saba ham irland kha zabardast mati ba war kaweee

17. تولوافغانانو ورونو ته د زره له كومي مپاركي وايم او ديو كانياپ افغانستان په هيله

18. wattan walo da baray mu mubarak sa magar deer sa la pa makhi patah de it is not enough

19. زه هم په خپل وارسره ټولوافغانانوته دزړه له کومي ددي برياليتوب مبارکي وايم اوان شاالله لري نده چي مجاهدين به هم په يرغلګرو بريالي شي ددي ورځي په اميد

20. ټولو ته د زړه له کومې مبارکې وایم او د افغان ملت نورو برېاوو هېله .. مننه

21. shabash bachiyano mubarak mosa

22. سلامونه انیکی هیلی دلر اوبر ویب پانی کارکونکو ته
دکرکیت دملی تیم کامیابی دتل لپاره دالله ج له دربار سخه غوارم او ددی کامیابی مبارکی تول افغان اوپشتون ملت ته وایم
دلراوبر پشتونخوا دتل پاتی کامیابی اویوالی په هیله
پشتونیار وردگ

23. Mobark mosha Zamaryano .Inshaallah tolay lobay ba gaty

24. سلامونه د کرکټ د ملی ټیم لوبغاړو او ګرانو هیوادوالو:
کله چی افغانانو د کاناډا سره لوبه پیل کړله او ما د هغوی د منډو اندازی ته وکتل نو ډیر په تشویش کی شوم چی کیدای شی چی ځمونږ ملی ټیم دغه هدف ته ونشی رسیدلای، خو چی کله می بیا د محمد شهزاد او د هغه د پارټنر منډو ته کتل نوډیر خوشحال شوم چی ځمونږ افغانان خو اوس په منډو وهلو کی د خدای فضل دی تکړه شوی دي او بیا چی کله نورز منګل او ستانکزی صاحب منډی شروع کړي نو بیا می پوره ډاډ حاصل شو چی اوس یی افغانان په نرتوب سره ګټلای شی. واقعاً چی ډیر زیات خوشحال شوم او چی کله می واوریدل چی افغانانو لوبه وګټله نو ډیر زیات د خوشحالۍ احساس می وکړلو او خدای د وکړی چی ځمونږ ملی ټیم په همدغه ډول سره په ټولو لوبو کی بریالی و اوسي.

د ملی ټیم لوبغاړو ! مونږ به دعا کوو او تاسی په میدان کی تکړه شۍ.

د نړۍ د مالک په پاک نوم

بریالی اوسۍ
انجنیر نواب خان
جلال اباد

25. ټولو ته دی مبارک وې

26. دهرڅه نه دوړاندی خپلو ټولو هیوادوالو ته د خپلی ملی لوبډلی دبریا مبارکی وایم خدای دی وکړی چی افغان شازلمی لانور پیاوړی شی او همداسی بریاوی خپل سرلوړی ملت او دی جنګ ځپلی ملت په برخه کړی .
اوس زمونږ هیله او باور په ملی لوبډله لاهم زیات شو ځکه چی په تیرو لوبو زمونږ دهیواد لوبډلی توپ اچونکی ښه ځلیدلی وو خو توپ وهونکو کومه ځانګړنه دځانه نه وه ښودلی خو افغانستان ملی لوبډلی اوس داجوته کړه چی ددوی په لوبډله کی تنها توپ اچونکی پیاوړی ندی بلکی اوس دخدای پاک په فضل تکړه توپ وهونکی هم لرو چی یوه حیرانونکی لوبه یی دخپل هیواد په ګټه ترسره کړه
ددوی د لا برایاوو په هیله
عالمزیب ځاځی
شهنواز ځاځی
ساحل ځاځی
عبدالسلام مختار

27. ټولوهیوادلو ته مبارکی وایم خدای دکری چی افغانستان تل سرلوری اواباد وی

28. اینجانب خواهان موفقیت تیم کرکت کشور عزیزخویش هستیم

29. I congratulate all Afghans …… I hope that the areasplanted throughout the match.

30. i hope that the Afghan team will win the next match from Kenia and we pray for our team to be the winner of the final
Good Regards

31. ټولو افغانانو ته د تیری لوبی مبارکی وایم
ګرانو زما لپاره لوبه هغه وخت ډیره وار خطا کوونکی وه چی کله یو منډه یو لوبغاړی او یو بال پاتی شو ډیر زیات وار خطا وم کله خو می ویل چی تر څو نتیجه معلومیږی رازه رادیو خاموش کړه. لوبی ته می نور فکر نه وه او یواځی دوعا می کوله زما واړه واړه وریرونو هغوی تر ما هم ډیر دوعا ګانی کولی. خو کله می چی د راډیو څخه واریدل چی مبارک مو شه لوبه افغانانو وګټله ډیر زیات خوشحاله او وار خطا وم.
په راتلونکی لوبه کی هم ورته دوعا ګانی کوم او کامیابی یی غواړم
ویاړم چی افغانستان د دغو لوبغاړو په شان تکړه بچیان لری
د افغانستان او افغانانو د سرلوړی په هیله

32. mobarak mo sha
ka afghanistan da tournament wagati aw inshallah gati ba ye ham no afghanistan ba da 15 position na 11 positionta rashi
zabiullahmayar@yahoo.com

33. Thanks Afghan to afghan team we love you our prayers will all times with you good luck

34. netherland afghanistan ta dase yaw hadaf wtaka che afghanan cricket team ba ye pa der merana pora kree,kho shapoor zadran chere day che na malomeegi!!

35. mubarak mubarak to all afghanistan we froud to our cricket team

36. zinda bad Afghanistan awo Afghanan::
Congratulation for All Afghan people
from: Shamshatoo Nasrat mina camp de Stanikzaiano la tarafa tolo Afghanano ta de zra la kumi mubaraki wayam allah di wokri chi la noro temes na ham wogati insha allah mong ba duaa kawo ::: zondi di wi Afghanan

37. SALAMONA MI WAMANEY!
PA PORTA SARLIK KI MO LIKALI CHI AFGHANISTAN LA SCOTLAND SARA SIALI LARI 9 DA JULY LANDI MO BIRTA LIKALI AFGHANISTAN 9DA JULY LA KORBA HIWAD HOLAND SARA SIALI LARI LA HOLAND SARA KHO SIALI TIRA SHWA KA DA LIKAL ISLAH KRI SHA BA WI MANANA

38. la dery khoshaly na po jamo ke na zayegam tolo hgha cha ta de cricket de barya po monasebat mobaraky waya che de zra le khlasa pre khoshala we._aw de cricket tem ta de la barya po hela aw hada shan tal warta las po dogha yam

manana Asadullah.mangal from khost

39. hi to all larawbar workers
i hopeu they will be get victory in the coming match we will pray to our cricket team

40. mobaraki de tolo afghanano ta ve inshallah tal ba ham dase kamiab ve

41. viagra B˜A)\љ6§(Ѓ,viagra online e:nbћ‰ЂP,, buy viagra online KpibX8ЊU7,viagra 100mg a>,Џ0=pўU,viagra 100mg ˜p0IRhN,buy viagra …y+Ѓ?Kџ\74,buy viagra online K>”h‡ђDѓ,buy viagra online V@]Ґ]|VP,cheap viagra “/g6AT¤’,buy viagra online I}?m\p›n,viagra 100mg ‰yS“›Џ_kќ,

42. buy viagra online g?„-ЌaXw@x,cheap viagra )€YVj†5), viagra online YTSGOmѓR›,buy viagra FH6I§KWRn),cheap viagra AT‘rbЂBjo,viagra M~`9h ѓ\”k,viagra online AT?cў~i^^,buy viagra cheap bЋ¤F›s‚‡њ,viagra 100mg ]2-tB0G—›,buy viagra cheap Ћ–b”„e3‘,viagra online •@„y(J*6rL,

43. cheap viagra 6(Ё6Y3oђD,viagra 51¦,9ћЁ’, generic viagra ¤<>‡@SF7,generic viagra R…¦ђ¦_•>Eh,buy viagra online (Y+<M>Љ9,viagra §˜—SYY<Ki>,buy viagra fe25ЋkA;x,cheap viagra Q]0lWqI6:,viagra 100mg 9@…–4€5ћ92,viagra 100mg b`cS6Ћ‹OM,buy viagra cheap P’DњWd_R<,

44. buy viagra 5YyY2n—љ,viagra 100mg u’‹:ЊўOpљd, viagra 100mg <Nu6jќ|qћ,buy viagra 5†@,Ao‡‘0+,viagra online ZҐX8„ѓRЈ,generic viagra ‘§E8Ё.Ѓ˜-,,viagra JsmIkcЎBR,viagra online ›44v•V)CџP,viagra xsueb‘t>;,buy viagra cheap ]Gxў lЋk,buy viagra R=8wy`’_,

45. cheap viagra Ќ~„fM€o|2h,viagra 100mg x7s+]@=Rљ, buy viagra cheap a‹§•S]›l>,viagra y3W©€dAb‘g,buy viagra online q…JVЃ––8K,viagra 100mg y7§t9њ1Џ„,viagra online ўG“qw(N,viagra 100mg l‹s<>-0@V,buy viagra _9\|e‰C7ћ,viagra online Џxz`(|c2,buy viagra T=ў©©gIaЏ,