کور / تازه خبرونه / کندهار : يو جهادي قوماندان وژل سوئ

کندهار : يو جهادي قوماندان وژل سوئ

د کندهار ښار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد وايي چي تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ١١:٣٠ دقيقې يو جهادي قوماندان د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري وژل سوى دئ . نوموړئ وايي چي ياد قوماندان په داسي حال کي د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري په ډزو وژل سوى دئ چي د خپل کور دپاره په سودا بوخت ؤ .
د يادوني وړ ده چي ياد قوماندان درې کاله وړاندي په پوليسو کي دنده لرله او خو اوس په شخصي سوداګرۍ بوخت ؤ .