دفلپين نوي ولسمشرلوړه وکړه

65 | جولای 1st, 2010


په فلپين کې نوکې اکينو د دهغه هيواد دپنځلسم ولسمشرپه توګه لوړه وکړه .
اکينو اودنوموړې مرستيال چوچوماربيني ددغه هيواد دقاضي القضات پروړاندې لوړه وکړه اوپه سلګونو زرو پلويانو يې هرکلى وکړ.
نوموړې دروان کال دمۍ مياشت په ټاکنوکې د درې پنځوس سلنې څخه زياتې رايې خپلې کړې وي خودنوموړې سترسيال جوزيک مسترداده په يادو ټاکنوکې پنځه ويشت اعشاريه پنځه سلنه رايې ترلاسه کړې وي .
اکينو دوينا پرمهال وويل چې دفساد په وړاندې مبارزه دده دکار په لومړيتوبونوکې ده اوهڅه به وکړې ترڅوهيواد يې په خپلو پښو ودريږي .
ديادونې وړده چې تيرکال په نومبرمياشت کې د ټاکنو پرمهال ددغه هيواد په مينوين سيمه کې دنامعلومو وسلوالوکسانو دبريد له امله د ديرشو ژورنالستانو په ګډون اوه پنځوس تنه وژل شوي وه .

Copyright Larawbar 2007-2024