کور / تازه خبرونه / کنړ : په يوه چاودنه کي ٣ تنه وژل سوي

کنړ : په يوه چاودنه کي ٣ تنه وژل سوي

د سړک د غاړي په يوه ښخ سوي بم کي درې تنه ملکي کسان وژل سوي . نوموړې پېښه دسپرليو پر يوه سراچه موټر رامنځ ته سوې چي پکښي درې تنه چي يو موټر چلوونکى ، يو بل کس او مېرمن يې وژل سوي .
د کنړ امنيه قوماندان د پيښي د تائيدولو تر څنګ د نوموړي پيښي پړه پر طالبانو واچول خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي . د يادوني وړ ده چي په دې آخرنيو ورځو او شپو کي د سړک د غاړي بمونه ډېر سوي او حکومتي کسانو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ ډېر تلفات ملکي کسانو ته هم اړه وي .