کور / تازه خبرونه / افغانستان : د خپل سفير د خوشي کېدو غوښتنه کړې

افغانستان : د خپل سفير د خوشي کېدو غوښتنه کړې

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چي د بهرنيو چارو وزير پخپل هغه سفر کي چي څه موده مخکي يې پاکستان هيواد ته کړى د عبدالخالق فراهي د خوشي کېدو غوښتنه کړې . عبدالخالق فراهي چي دوه کاله مخکي په پاکستان کي تښتول سوى تر اوسه نه دئ خوشي سوى .
د يادوني وړ ده چي نوموړې غوښتنه تر دوه کاله ځنډ وروسته سوې خو دا چي په اړه به يې د پاکستان هيواد څه وکړي وروسته به څرګنده سي.