کور / تازه خبرونه / کندهار : د امنيت په موخه پوستې زياتيږي

کندهار : د امنيت په موخه پوستې زياتيږي

د کندهار ښار امنيه قوماندان ښاغلى سردار محمد ځاځى په يوه خبري ناسته کي وويل چي په کندهار ښار کي به د امنيت راستولو په موخه امنيتي پوستې زياتي کړي . نوموړى وايي چي دا امنتي پوستې به په هغه سيمو کي جوړه وي چي پکښي د طالبانو او نورو مخالفينو ستون زيات دئ . نوموړي همدا ډول زياته کړه چي په دې سره به امنيت ښه سي او د مخالفينو له لوري به ورباندي حمله نه سي کېداى .