دنښتې له امله په ترکې کې دولس تنه وژل شوي

65 | جولای 2nd, 2010


دترکيه پوځي ځواکونوپه دغه هيوادکې ديوې نښتې په ترڅ کې د دولسو کردي بيلتون غوښتونکودلمنځه تللو خبر ورکړى دى .
دترکې يوې فوځې ويب پاڼې اعلان کړى دى چې ددغه هيواد پوځي ځواکونو له کردې بيلتون غوښتونکوسره ديوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې دولس اورپکې لمنځه وړي دي .
همدا راز رپوټ زياتوي چې دنښتې پرمهال داورپکولخوا څلورپوځي سرتيرې هم وژل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوکې کردي بيلتون غوښتونکو دترکي ځواکونو پروړاندې خپل بريدونه زيات کړه چې تردمه پنځوسوپه شااوخواکې دولتي سرتيري وژل شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024