يوشميرټولنې دمعلولينوپه نامه خپل جيبونه ډکوي

65 | جولای 2nd, 2010


دبلخ ولايت دکاراوټولنيزو چارو رياست وايي هرهغه ټولنې اوبنسټونه چې دمعلولينو لپاره کارکوي بايد د دولتي ادارو سره په همغږۍ کار وکړي .
دغه رياست وايي چې يوشميرټولنې دمعلولينوپه نامه مرستې اخلي او په معلولينوباندې بيا نه ويشي .
دغه خبرې دبلخ دکاراوټولنيزو چارو ريئسې په مزاريې شريف کې دبلخ،سمنګان،سرپل،جوزجان اوسرپل ولايت دکاراوټولنيزو چارو رئيسانو او ديوشميرمؤسيسوداستازو لخوا په جوړه شوې غونډه کې وکړې .
که څه هم نوموړې دکومې مؤسيسې نوم په ګوته نه کړخوزياته يې کړه چې له دې وروسته به دغه مؤسيسې دبلخ ولايت دکار اوټولنيزو چارو له رياست سره په همغږۍ کار کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024