کور / تازه خبرونه / کندوز : ٥ ځانوژونکي ووژل سول

کندوز : ٥ ځانوژونکي ووژل سول

د کندوز والي انجنېر محمد عمر وايي چي نن سهار شاوخوا څلورنيمي بجې پنځه تنه ځانوژونکي چي په سپکو او چاودېدونکو توکو سمبال ول يوې امريکايي اکمالاتي کمپنۍ ته ننوتلي او جګړه يې پيل کړې چي تر اووه نيمو بجو پوري يې دوام وکړ او پکښي يو کورنى سرتېرى مړ او څو نور بهرني او کورني سرتيري ژوبل سوي .
د طالبانو وياند وايي چي د دوى شپږ سرتيري نوموړي کمپنۍ ته ننوتلي او جګړه تر اوسه دوام لري.