فټبال: يوراګواى نيمه پايلوبو ته ووت
د فټبال د نړۍ والو سياليو د دريم پړاو (منځ لوبو) دوهمه لوبه د يوراګواى او ګانا هيوادونو ترمنځ وسوه، چي ګانا له يوراګواى څخه وبايله.
د لوبي په لومړۍ نيمايي کي ګانا وکړاى سول چي يوراګواى ته ګول ورکړي، خو په دوهمه نيمايي کي يوراګواى تر پرله پسې هڅو وروسته د ګانا ګول ادا کړ، چي لوبه په ټاکلو ٩٠ دقيقو کي مساوي ختمه سوه.
د ګانا هيواد د بخت ستورى هغه مهال ولوېدئ چي د اضافي ٣٠ دقيقې وخت په وروستيو شلو ثانيو کي يې ګول سوى بال د يوراګواى کوم لوبغاړي په لاس وواهه، که څه هم هغه کس ته د ريفري له خوا د سره کارډ په ورکولو و ايستل سو، خو ګانا پايلنټي ګول نکړاى سوه او د ګټلو چانس يې له لاسه ورکړ.
وروسته پنځه پنځه پاينلټياني شوټ سوې، چي ګانا دوې او يوراګواى څلور ګول کړې.
د يوراګواى ګول کيپر د ګانا د لوبغاړو دوې پاينلټياني راوګرځولې او په دې توګه يې خپله لوبډله نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته و ايسته.
د تېري ورځي لومړۍ لوبه د برازيل او هالنډ ترمنځ وسوه، چي برازيل له هالنډ څخه دوه پر يوه وبايله.
نن د جولاى پر دريمه به هم دوې لوبي ترسره سي چي يوه يې د ارجنټاين او جرمني او بله به يې د هسپانيې او پاراګواى هيوادونو ترمنځ وي.