کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / محترمو وکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ 1

محترمو وکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ 1

اگراين مکتب است واين ملا  حال طفلان خراب ميبينم


حبيب الله غمخور
د۲۰۰۷ م کال داکتوبر ۳۱



دروان کال داکتوبر پر ۲۲ د د ولسي جرگې استازو د شهيدانو پر قانون باندی دبحث پر مهال دشهيد دتعريف پر سر يوځل بيا په خپلوکې سره ښکر په ښکر شول .


دبې بې سي ويب پاڼې دخپاره شوی خبر له مخې زموږ وکيل صاحبانوترمنځ پردغه خبره توده شخړه راپورته شوه چې کوم چاته شهيد ويلاي شو.


په خبرکې راغلي چې : دولسي جرگې غړي له هغه وروسته پردووبرخووويشل شول چې دشهيدانوکورنيواو معيوبينو ته دامتيازاتو پرقانون خبرې اترې روانې وې . دغه قانون چې دحکومت له خواولسي جرگې ته سپارل شوى،تر ټولولانجمنه يې دوهمه ماده وه. د دغې مادې پر بنسټ ځينواستازيوويل چې دپخواني کمونيست پلوه رژيم پرمهال د ټولو وژل شويوکسانوکورنۍ نه شي کولاى د هغوامتيازاتو نه برخمنې شي چې په قانون کې ورته ورکړل شوي دي . د دغو استازو استدلال دا و چې شهيد يوازې هغه چا ته ويل کيږي چې د خداى د رضا لپاره وژل شوى وي . د کاپيسا د ولايت استازى حاجي فريدوايي :((بايد ښه په وضاحت سره داووايو چې هرسړى چې په هر جنگ کې مړ شوى اوهغه ته شهيدووايونو بيا له سره په افغانستان کې جهاد نه وو . بيا به ټول مردار يو. څوک چې د روس په طرفدارۍ کې مړه شوي دا ټول مردار دي ، که څوک يې نه مني نو راځۍ شريعت ته کېنو ، تاسو له دې نه څه شى جوړکړ تاسو په جهاد او شهيدانو ملنډې وهی .)) پوښتنه کېداي شی کوم شريعت ته به سره کښېنۍ ؟. . . هغه شرعيت چې وکيل صاحب په پوهېږي اودده په گټه دی اوکه هغه شريعت چې الاهی اود ټولومسلمانانولپاره دی اوله هغه نه دسياسی سوداگږيوپه موخه گټه اخيستل خپله لويه اونه بخښونکې گناه گڼل شوېده ؟


په خبرکې دا هم راغلی چې ددغه استازي دوينا په غبرگون کې يو شمير نوراستازي راوپاريدل اويو بل ته ئې ستغې سپورې وويلې ، ان تر دې چې پر يو بل يې د ډکو بوتلونو گوزارونه هم وکړل .


ښه! په بوتلوخوزموږوکيل صاحبان تل سره ولی ،اويوپربل په بوتلو وار کوی . ځکه له نېکه مرغه امريکايانو او اروپايانو ټوپکی اوکلاشنيکوفونه ځيني واخيستل ،اوس بله وسله نلري بېله داوبو بوتلونه . ځکه خو دوي پدې ورستيوکې دخلکو له پاکو احساساتو څخه دناوړه گټې اخيستنې په موخه مخکي له دېنه چې هيوادنی ستونزي حل شوی وي ،په يوه اوبل ځاي کې دا خبره زمزمه کوي چي بايد بهرنيان له هيواد نه ووزي ؛ترڅواوداولس يوځل بيادغودقدرت تږواودتعصب څخه له سره ترپښو ډکو کسانوته پاته شی .


دلته دهشت صبح په ورځپاڼه کې خپور شوی طنزنه یاد ونه پر ځاي بولم ،هغه دادی :


بوتل زدایی با استفاده ازتجارب جهانی، چند روش افغانی کاغذپیچ برای جلوگیری ازایجاد تشنج درخانۀ ملت :


1 – هیچ وکیلی حق نداشته باشد ازبوتل های آب معدنی استفاده کند. یک چاه عمیق در بیرون تالارکنده شود، هر وکیل با دولچۀ رابری آب بنوشد. هرگاه نماینده گان، بدون بوتل جلسه را تحریم کنند، یک یک بوتل تیزآب روی میز های شان گذاشته شود؛


2- وکیلانی که چپلک می پوشند، عضویت شان در شورا به تعلیق در آورده شود؛


3- وکیلان شکمبو، دندان های رابری داشته باشند، تا استخوان دشنام را نتوانند بجوند؛


4- دو صد و پنجاه نفر بابه گک شهرداری کابل با یک یک سطل آب سرد سالنگ، در عقب چوکی های نماینده گان ایستاده شوند، تا هنگام شعله ورشدن وکیلان، آتش شان را خاموش کنند؛


– نان چاشت از برنامۀ شورا حذف شود؛ قبل از شروع جلسات هر وکیل به یک نفس، بیست مرتبه بین قصر شورا و قلۀ زنبورک شاه بدود؛


6- اعضای شورا قبل از آغازهر جلسه، هفت بار دهان شان را برس و مسواک بزنند؛


7- برای تصفیه حساب نهایی و از میان بردن کتره و کنایۀ شورایی، بهتر است تمام اعضای شورا با سرپرستی آقای تایسن و جناب جکی چن، با ورزش های مشت زنی، لگد پرانی، “چُنگ فو” و “پُنگ فو” آشنا شوند. با آغاز درگیــری ها، هیچ وکیلی حق نداشته باشد تالار جلسه را ترک کند. از آیساف خواهش شود تا مانع دخالت اردوی ملی و پلیس ملی گردد؛


و بدین گونه می رسیم به یک شورای عاری ازتشنج بوتلی…


محمودکوچی دبې بې سي راپورترليکې ((…يو شمير استازو نيوکه کوله چې په جرگه کې ځيني استازي په هر قانون کې د شخصي سليقو په کارونې غواړي د اساسي قانون ځينې مادې له پامه وغورځوي .)) ‌بې بې سي


بلې !


دا ډله وکيل صاحبان رښتيا وايي ،کله چې دقانون کومه ماده دتنظيمواوټوپکسالارويادسوادنه محروموتنگ نظروگټې سره په ټکر کښي راشي ،هغه وخت دوي هرومرو داسلام دمقدس دين له مبارکو احکامواودجهاد له نامه څخه دخپلوناوړوموخوپه خاطر گټه اخلی ،رښتيا خو لاداهم ده چې داسوال تر اوسه بې ځوابه پاته دی چې چاجهادکاوه؟ اوچا پرجهادسوداگري؟ ډير څېړونکی اوشنونکی اوس دهيواددنازکوحالاتو په نظر کې نيولو سره ددغه ډول لانجمنو مسايلو څېړل يوبل دفرصت وخت ته پرې ايښئ دی .ځکه اوس پر دا ډول مسايلوباندي بحثونه اوددې مثائيلوڅېړنه اختلافات نورهم ژوروی ،اوپه هره اندازه چې په ملی کچه اختلاف ژورېږي په هغه اندازه له يوې خوازموږدملي ستونزودحل لاراوږدېږي اودبلې خواله هغه نه بهرنی اوکورنی دښمنان گټه پورته کوي . له دې امله اوس دټولوملی دنده داده چې دفصل پر خلاف دوصل لپاره کاروکړو.


د افغانستان د اساسي قانون په دري پنځوسمه ماده کې د ټولو وژل شويو د کورنيو غړو،معلولينو اومعيوبينو ته دحکومت له خواپه امتيازاتو ټينگار شوى . هغو وکيل صاحبانو ته چې يوشمير محتاج اوفرېشانه انسانان دقانوني حق نه پدې نامه بې برخي کوي چې ددوي په ويناگويا شهيدان ندي . خو دغو وکيل صاحبانو داهيره کړېده چې ديوه غريب او بېنوا لاس نيوۍ څومره دنيوی او اخروی گټه لري ،اوپدې هکله څښتن تعلا خپلو بندگانوته کوم ډول هدايتونه کړې دي .زه ېې  دبېلگو له راوړلو څخه ځکه ډډه کوم ،غواړم دا وکلي صاحبان که دسوادنه برخمن دي قران کريم او نبوی احاديثوته دې خپله مراجعه عکړې چې په په نوروبرخو کښې هم اړين معلومات تر لاسه کړی .


غواړم دغه وکيل صاحب ته داورپيادکړم چې ښاغلي هغه وخت چې داقانون جوړېده اويادلويي جرگې په کميسيون کښې ورباندي بحث کيده هم تاسو غوندي متعصبينوله دې مسلې سره جنجال کاوه اوسرئې ديواله ته نيولئ و،مگر ترکومه ځايه چې هلته هوښيار خلک وه اوپدې پوهېدل چې پر دې يوې لويي کتلی سترگي پټول اوستاسوپه اصطلاح دملحدپه نامه هغوي له ملي او انساني حقوقونه محرومول ناشونې خبره ده اوپردې ټينگار ملي جوړښت او ويوالي ته ضرر رسوي  هغه بېسواده سرټمبه ېې قانع اوداماده په قانون کې ځاي شول .


په جرگه کې دکابل دخلکو استازې ملالۍ شينوارې وايي چې ټول هغه کسان چې په تيرو دريو لسيزو کې وژل شوي يو شان حقوق لري او د هغوى کورنيو ته دې يو شان حقونه ورکړل شي .


هغې وويل: ((زما په نظر په افغانستان کې دې ته اړتيا ده چې د جنگ او د جگړې نه د راپاتې ماشومانو ، کونډو ، معلولينو او معيوبينو ستونزه ده. که د شهيد د کلمې پر سر ډيرې لانجې او دنگلې و نه کړو ښه به وي. دلته د شهيد تعريف ته اړتيا نشته ، يوه کونډه چې مجبوره وي نو د افغانستان حکومت د هغې سره د لاس نيوي دنده او مسووليت لري.))bbc


دا دوياړ خبره ده چې زموږ پتمنې اوغيرتی خوندي دځينو وکيل صاحبانو دتوهين اوبېځايه خبرواوتهديدو سره بيا هم دپارلمان حيثيت ته نجات ورکوی اوهغوي سمی لاري ته رابولي . سره لدې چي دادشرم پېټۍ دپارلمان په استازيتوب دټول ملت پر اوږو پروت دی چې يو ځل ملالۍ جويادټولوپرنسيبونواو اوصولوخلاف په وچ تنظيمی زور دقانوني حق څخه محرومه شوه ،پدې ېې قناعت ونشواو ډاډه شول چې هرڅه سرته رسولاي شی پريوې بلې درنې اوغيرتی وکيلي اغلي شکريه بارکزۍ ئې دپارلمان تالار داسي تنگ کړ،چې هغې دخپل عزت اوحرمت دساتلو په خاطر دپارلمان په غونډو کې دبرخې اخيستنې نه ډډه وکړه .داسي نشی چې داځل وار درنې خوراغلي ملالۍ شينوارې ته ورسېږي .


دا موږټولوته دمنلو وړده چې دبهرنيانوپه زرودنيم بنده دموکراسی دتمثيل دپاره ئې دپارلمان تر چت لاندي هغه سره راټول کړه چې پرون ئې يوپر بل راکټونه اورول . خوپدې هم بايد سرخالص  کړو چې هغه هم دپردو هڅونه وه اوداهم دهمدغوپردوکاردی . موږ به ديوملت په توگه کله شااوياڅلوروخواوته سترگي رااړه و؟


کله به خپل اودبل حداوحدودپېژنو؟اوکله دنړۍ دنورو ولسونوپه څير په ملي گټواومسؤليتونوځانونه پوهوواودهغودساتلولپاره چې په يقیني توگه په يوه سره داکارناشونئ دی سره راټولېږو،پخلا کېږو او دهيوادجوړونې ته مټي رانغاړو؟


راسۍ چی يوه لهظه دزړه خواله سره وکړو اورښتياهم واورو:


جهادکليمه هغه وخت راپیداسوه چې دکفرپه مقابل کښې مسلمانانوداسلام دمقدساتو څخه دفاع کوله .


داسلامی علماووله نظره دشهادت مقام دايوالاهی پيرزوينه ده اوشهيدهغه مسلمان ته ویل کیږی چې د جهاد په سنګرکې یی خاص د خدای ددین دساتلو لپاره ځان قربانی کړی وی .اوپه ځينو نوروحالاتو کښي هم خداي تعلايوه مسلمان ته دشهادت درجه اومقام ورکوی . خو داهر څه پسله مرگه دی دخداي تعلا له طرفه خپل يوه بنده دامقام ورکول په هغه ذات پوري اړه لري پردې دنياژوندی انسانان پدې نشي پوهيداي ځي څوک خداي وبخښۍ،ځاته ئې دشهادت مقام ورکړ اوځاته جزاورکوی .په يوه کليمه بۀ ئې راخلاصه کړم ځي خاتمه مستوره ده داهرڅه هغه ذات پوري اړه لري ځي موږته  ئې ژوندراکړی اوبيرته ئې رانه اخلی .دشيداودهغه مقام دترلاسه کېدوپه اړوندخبري ډيرلوي اوعلمي بحث ته اړتيالري ،پداسي لنډواوخپل سره فتواگانونشي خلاصه کېداي ،پدې هکله بحث کې ډلري لوي اولوړي پوهي ته اړتياشته ،زه پدې باورلرم چې دغه متعصب کسان هر څوک چې وی له اسلام نه دقيق او اړين معلومات نلري .


که ددغه وکيل صاحبانوڅخه چې پرون ېې دامريکاپه ډالرو،عربي ريالو،الماني مارکواوډول ډول  وسلوسره ددوي په وينادروسانوپه مقابل کې جنگېده پوښتنه وشی ،که دوي روسان وژلې نوموږبه ورته مردار ووايو ، مگر هغه افغان چي کليمه ئې ويل ،پنځه وخته لمونځ ېې کاوه ،په خپل هيوادکښي يوه حاکميت ته که دده خوښ و يانه کارکاوه اوياپه وسله وال پوځ کښي و،اودقدرت پر سر جگړه کښې ېې خپل خوږژوند دلاسه ورکړ،هغه ته څنگه مردار شوی ويلاي شو؟؟؟ تاسوپه تاريخ کښې داسي يوهيوادراښودلاي شي چې ټول دي له يوه سره غرو ته ختلي اوددولت پرخلاف دي راپاڅېدلي وي ،ابدأ ېې نشی راښودلاي ،نوپه افغانستان کې ولي دافغان ولس دتاريخي دښمنانوپه اشاره او آمر ټول افغانان غروته ختلي واي ؟که دلته په افغانستان کې يو بهرنۍ هيوادو نفوذ درلودچې داهم زموږپر خاوره تجاوزووخوهغه بلې خواته ددغه تجاوزلپاره تر ((۳۰))زياتو هيوادو دآمريکا په رهبری اوهدايت مټی رانغښتی وې.که دلته ديوه غلامان وه نوهلته خودمرحوم داودخان دحاکميت چې دپاکستان او امريکانه خوښېده دړنگېدولپاره ډيرومشهوروڅيروچې همدا اوس هم مطرح دي دهمدې ((۳۰))بهرنيواوکافرودغلامۍ کړۍ غاړي ته واچولې .راشئ پدې سره قانع شوچې دا سياست دی اوسياست داسي لوبي اولوړي ژوري لري .تاسو وگورئ پرون روسان دايرانيانو دښمانان وۀ اوزموږ افغانانوته ئې ويل دروس پر ضد جهادوکړه چې شهيد شی ،اوس هلته يوازي څېرې تبديلي شوی اوهغه همداسي چې نورکالي ئې اغوستي دي کنه هرڅه پرخپل حال پاته دي ،خو اوس ايرانی اخوندان اومحموداحمدي نژادروسان دځان اوددوي دلاري ترټولونږدې دوستان اوملاتړی بولي .دخداي قربان شم چې ولي زموږ خلک پدغه يوه بام اودوهواوونه پوهېږي ؟؟؟


داډول له بې گټی تعصب نه ډک کسان بايد لاندی ټکی په نظر کي ولري چی :


۱/ تراوسه هيڅ کومي محکمې داحکم ندۍ صادرکړی چې داوژل شوی کسان مردار او ژوندی ئې مرتددی .


۲/ ددغه مړه شوی کسانوڅخه کورودانه ،لور اوزوي،خور ،مور اوياپلار پاته شوی دی ،ټول له يوه سپېڅلی مسلمانان دي اوداوطن ددوي ټاټوبئ دی ،په کوم جرات تاسو ځانته داحق ورکوی چې دهغوي مړو کسانوته مرداراودوی ته دپردوغلامان وواياست ؟دداډول متعصيبوحرکتونواو ويناوپايله داده چئ دوي غواړي يوځل بياپدغه بې مسوليته څرگندونوسره کورنی اختلاف اوبدامنيوته لمن وهی ،دابايد هيره نشي چې دوژل شوکسانوپاته ورثه افغانان دی اودوي هم مجبوردی دخپل مړه شوی اوکورنۍ دعزت اوحرمت ساتلو لپاره لاس په کارشی.


۳/ ددغووکيل صاحبانوبه په يادوي ،کله چئ ددوي په اصطلاح کمونيستانوحکومت کاوه ،هغوي به هم خپل پلويان  پسله مرگ نه شهيدان بلل اودشهيدپه دودئې خاوروته سپارل . خپلوانوبه ېې تر فاتحې وروسته دقران کريم ختمونه کول . دغوگونديانوهره يوه جومات ،کلی اوکوردرلود،اوترډيروئې ابرومندانه ژوند کاوه ،که ېې رشوت خوړلۍ واي اوس به ئې دجهاددنامه دټیکداروپه څير بلډينگونه درلوداي .که يوڅوک وجدان لري نوپه دالويواووړوښاروکښې ددغوبلډ نگو پوښتنه دي وکړي چې دادچادی اودجوړېدوپيسې ئې له کومه کړي دادهمدودجهادپرنوم دسياسي سوداگرودوطنپر ستۍبېلگه ده چې دهيواديوتاريخې سيمه(( شير پور )) په چورپور بدل شواودخپلو گټولپاره ئې  پکښی لوړمنزله داروپاپه څیر ماڼۍ جوړې کړې . ه به داوي چې پدې مسايلوډيري  گوتی ونه وهو.


داکوم اسلاميت او انصاف دی هغه فاميل چې خپل مړې داسلام دمقدس دین دمنل شوو اساساتوله مخې خاوروته سپاری ،فاتحه ئې اخلي اوبياختم کوي ،خداي مني اوحضرت محمد ((ص )) دخداي پېغمبر بولی څنگه کېداي شي دغه مړې ته مردار وويل شي؟ اوکه داخبره ددغه فاميل يوغړې ته مخامخ وويل شي ،پدې پوهېږۍ چې هغوي به کوم ډول عکس العمل ښکاره کړی؟ که افغان وي نوويلاي شم چې دپارلمان تر تعمير بيرون دمړو شويوکسانودورثې په مخ کښې دانشۍ ويلاي کوم چې اوس ئې ترآمريکاتر چتر لاندي واياست ،اوکه ئې څوک ووايي نرومرووبه ئې ورثه خوله به وربا ندي ماته کړی .


جالبه خبره،وايي دروسيې په طرفدارۍ ولاړوه ،مگر له ځان څخه پوښتنه نه کوی چې دوي دچاپه طرفداری اودچاپه پیسووطن وراناوه؟ اوچادپکتيا له دنگبغروله څوکوداشارې په گوته ورته ويل چې داځاي ووله اوياداځاي . دغربی نړۍ فلمونوته چې اوس ئې نندارې ته وړاندي کړي هغوي ته مراجعه وکړۍ .


۴ / داپوښتنه هم راپيداکېږي کله چې استاد رباني  ،احمدشاه مسعود،اونوره ډله ټپله ېې مسکوته ولاړل اوبله هغوينه ئې دمرستی غوښتنه وکړه اودانورودآمريکايي  اوپاکستانی چارواکودروازي په درب ټکولې اوغوښتل ئې چې حاکميت دوي ته ورکړی ،وکيل صاحب داڅوک وه ؟؟؟دادروسانو تر مستقيمي حمايي لاندي شمالي ټلواله اوپلويان ئې نه وه ؟چي روسیې لخواهغوي ته وسله اوپيسې ورکولې کېدې ؟؟؟


دغه دتنظيمو ترمنځ چې دقدرت پر سرجگړه کې يوازي په کابل کښې تر ((۶۰))زرو زياتو دکابل ښاريانوخپل خوږژوند دلاسه ورکړ ،چې همدا اوس هم ډير (تيمان ،کونډی ،معيوبين اومعلولين ) همدغه ډله ده اودهمدې قانون له مادونه غواړي گټه واخلي . ددغووژل شووکسانوته  تاسو کوم نوم ورکوی  ؟؟؟ اوقاتلان ئې په کوم نامه يادوۍ ؟؟؟ داجرأت لرۍ چې رښتياوواياست ؟مهرباني وکړی دا اوپه سلهاونورداسي  سوالونه چې تاسو اوستاسودپلویانونه  ئې خلک دجواب ويلو انتظار لري جواب ويلاي شی؟


( پاته په دوهمه برخه کي )