کندهار : پر يوه نظامي مرکز ځانوژونکې حمله سوې

عطاالله محمدي | جولای 3rd, 2010


د کندهار ښار د مطبوعاتي دفتر مسئول زلمى ايوبي وايي چي تېره ورځ په ارغنداو ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو پر يوه نظامي مرکز ځانوژونکې حمله سوې ، نوموړى وايي چي پېښه د يوه موټر په وسيله رامنځ ته سوې ده او زياته يې کړه چي په ياده پېښه کي يو عام وګړى وژل سوى دوه عام وګړي ، دوه پوليس او يو بهرنى سرتيرى ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه د دې پېښي مسئوليت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخستى.

Copyright Larawbar 2007-2024