کور / تازه خبرونه / زابل : په يوه ترافيکي پېښه کي دوه ماشومان وژل سوي

زابل : په يوه ترافيکي پېښه کي دوه ماشومان وژل سوي

د زابل سميز چارواکي وايي چي په يوه ترافيکي پېښه کي دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ ، نوموړي وايي چي پېښه د يوه ٣٠٣ ډوله موټر په وسيله د اسحاقزو په مانده کي رامنځ ته سوې چي دوه ماشومان يې ځاى پر ځاى وژلي . نوموړي وايي چي ٣٠٣ ډوله موټر د احمد شاه بابا د نمايندګۍ دئ او موټر چلوونکي تر پېښي وروسته په تېښته بريالى سوى دئ.
د يادوني وړ ده چي په تېرو څو اونيو کي دا څوم ځل دئ چي په ياده سيمه کي ترافيکي پيښي رامنځ ته کېږي چي د لسګونو ملکي کسانو ژوند يې اخستى.