کور / سپورټي / ايرلنډ افغانستان ته ٢٣٨ منډي هدف وټاکئ

ايرلنډ افغانستان ته ٢٣٨ منډي هدف وټاکئ

د رسمي يوه ورځنۍ لوبو په سياليو کي چي په هالنډ کي رواني دي، افغانستان نن خپله دوهمه لوبه له آيرلنډ هيواد سره وکړه.
پچه ايرلنډ وګټله او بيټينګ ته ودرېده چي په ټاکل سويو ٥٠ آورونو کي يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٧ منډي جوړي کړې.
اوس تفريح ده وروسته بۀ افغانستان بيټينګ ته ودرېږي.
بايد وويل سي چي افغانستان وړمه ورځ د دې سياليو لومړۍ لوبه له کاناډا څخه ګټلې وه.
د افغان لوبډلي د بيټينګ پر مهال باران شروع سو، چي تر اوسه لوبغاړي د باران درېدو ته منتظر دي، که نن دغه لوبه ترسره نسي، افغان لوبډله به خپله پاته لوبه سبا ترسره کړي.