راځې چې شنې ونې ته لاړشو پروګرام نور هم وغزيده

65 | جولای 4th, 2010


دلغمان دوالي په هلوځلو راځى شنې سيمې ته لاړشوپه نوم پروګرام ددغه ولايت دوه سوه کليو ته ورسيده چې له مخې دامنيتي تړونونو په مقابل کې خلکو ته دپروژودترسره کولو په موخه لس زره ډالره په واک کې ورکول کيږي
دلغمان دوالي محمداقبال عزيزي په وينا ياد پروګرام په دغه ولايت کې شاخوا دوه سوه کليوکې ترسره شوى چې له مخې يې خلکو ته دامنيتي تړونونو په مقابل دټولګټو پروژو دتطبيق په موخه لس زره ډالر په واک ورکول کيږي
نوموړي وويل دغه پروژې خپله دولسونو لخوا ترسره کيږي چې له دې نه به ولسونه ښه ګټه پورته کړي

Copyright Larawbar 2007-2024