تازه خبر : پنځه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 6th, 2010


اسوشیټید پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن د افغانستان په بېلا بیلو سیمو کی طالبانو پنځه امریکایی پوځیان په ماینونو سره ووژل . دوه په لویدیځ کی ، دوه په جنوب کی او یو هم په ختیځ کی د ماین ښکار سول .
خبر زیاتوی چی د جولای په روانو شپږو ورځو کی طالبانو ۱۴ بهرني پوځیان وژلي چی ۹ یې امریکایان دي .
دا تلفات په داسی حال کی پیښیږی چی نوی امریکایی جنرال دیویډ پترس هوډ وکړ چی موږ به بریالي کیږو ، او د بارک اوباما مرستیل جو بایډن هم په کابل کی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024