کور / شعر / تازه غزل

تازه غزل

يا د زړګي، يا د ځيګر درد دى
ستا په خاطر به وي، که هر درد دى
زه مسافر يم، خو يوازې نه يم
زما د لارې، همسفر درد دى
ما وېل ژوند تېر به شي، خو نه تېريږي
ستا د بېلتون خو، لکه غر درد دى
پر يو بدن دى ،که د هر غړي دى
که د زابل، که د خيبر درد دى
سروشه! نور، له دې نه لاس واخله
محبت هسې، بس د سر درد دى
۰۸/ ۰۷/ ۲۰۱۰