کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبرطانېې نوې تګلاره ( د ا . حليمي ليکنه )

دبرطانېې نوې تګلاره ( د ا . حليمي ليکنه )


له ترهګرې سره دمبارزې لپاره دمېوند په څنګ کښي ېواځې هلمند ته ځان رسول ، دامرېکی دناکامې په تمه له عراقه عسکر اېستل او افغانستان ته بېله کومه اقتصادی پلانه ټوله توجه راګرځول ، له پاکستان سره دماشومانو دپټپټونې په څېر په برطانېه کښی دېوې ډراماېې چاودنې وروسته تخرېب کاران دسېسه ګر په پاکستان کښی نېول او بېاخبره هسی پاتې کېدل . د ځينو څارګرو ( استخباراتي ادارو سره د غړو څخه د خبر يال په توګه کار اخستل )  او په تېره بېا د اردو بی بی سی روېه داسی جوړول لکه دپاکستان چېنل چی وې  او داسی نورې ډېرې خبرې شته چی اوسنې را ولاړشوې ناندرې سړی دې ته اړباسی چی دخبری بېخ ته ورشی .


هغه داچی دپاکستان دټولې نړې پر وړاندې دالقاعده پر ضد دجګړې په ډګر کښی ستره لوبه او منافقت اصلا دبرتانېې پلان دی . دموسی قلعی معاهده او هغی ته د وزېرستان دمعاهدې پر طرز دېوې ممثلې معاهدې نوم ورکول چی اصلا طالب اجېرانو ته دبېاسمبالېدلو وخت ورکول وو هر څه جوته وې  .
دې وروستنې انګلېسی هڅی چي دافغانستان له اجازې پرته داسی ېوپلان پر لاره اچول چي هېڅ روښانه تعبېر او نتېجه نه ده ورباندې مرتبه خبره ښه روښانه کړه .
دخپل ېو جاسوس هغه څوک چی دپلار سر ېې په افغانستان کښی پرې شوې دی  دملل متحد له لارې پر افغانستان تپل ، هلمند دکوکنارو په مرکز بدلول ترڅو دامرېکا او افغانستان پر ضد ددوی په پټه حلېفان طالب ډوله اجېرانو ته اقتصادی وسېله برابره کړې .
دوزېرستان د اشرارو پر مسله چپه خوله پاتې کېدل ، دپاکستان سرپرستې کول او پکار اچول دبرطانېې زوړ سېاست دی چی دوام لرې داګست په مېاشت کښی دهند ، پاکستان ، او افغانستان درې واړو د آزادې ورځې نمانځل کېږی د برطانېې ټلويژن بی بی سی له اسلام آباد او دهلې څخه ټوله ورځ لاېف ټرانسمېشن حتې تر ېوی هفتې پوری شننې او تبصېری کوې مګر دافغانستان دازادې په ورځ حتې ېو خبر هم نه ورکوی چی په برطانېه کښی دمېډېا ازادې او د برطانې بېطرفې تر سوال لاندې راولې .
ما  ۹/۱۱ له واقعی څخه وروسته دبرطانېې غوندې چالاکه هېواد له امرېکا سره دتن او من دملګرتېا نه دا اندازه کړې وه چی ممکن برطانېه امرېکا په جنګ کښی ښکېل کړې او د ېورو هغه سړه جګړه چی تر شا ېې برطانېه ده حتمې برېاته ورسوی خو ملګرو ماته وېل چی ته تنګ نظره ېې .
زما له هغې ورځی دبرطانېې پر مېډېا او بېانونو نظر دی چی اوس مې شک په ېقېن بدل شو .