فراه چارواكي: وسلوالو طالبانو دوه عام خلك اعدام كړي

56 | جولای 8th, 2010


د فراه ولايت چارواكي وايي چي، وسله والوطالبانو په دغه ولايت كي دوه تنه عام وګړي اعدام كړي دي.

د فراه ولايت د بكوا ولسوال حاجي لبو جان رسنيو ته ويلي، چي دغه دوه تنه نن سهار په دې ولسوالۍ كې په دار ځړول سوي دي.
لا تراوسه د اعدام شوو كسانوهويت نه دى معلوم .

وسله والوطالبانوويلي چې دا دواړه يې د غلا په جرم اعدام كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024