نړيوال ځواكونه: دوه پوځيان مو وژل سوي

56 | جولای 8th, 2010


په افغانستان كي نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي چي دوه سرتيري يې، په دوو جلا پيښو كي وژل سوي دي.

په كابل كي ددې ځواكونو په خپره سوې اعلاميه كي راغلي، چي يو سرتيرى يې په يوه وسلواله نښته كي وژل سوى او بل سرتيرى يې د افغانستان په جنوب كي په يوه چاودنه كي.

ددغو دواړو سرتيرو د هويت او د پيښو د ځاى په اړه څه نه دي ويل سوي.

د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو لپاره وروستۍ دوې مياشتي تر ټولو خونړۍ بلل سوي، چي لږ تر لږه 90 تنه بهرني سرتيري په كي وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024