کور / مرکه / د واليبال دولس ورځنى فيسټيوال پاى ته ورسېد!

د واليبال دولس ورځنى فيسټيوال پاى ته ورسېد!

 هغه غونډه چې  د پكتياپه  مركز ګردېز ښار دښونكودروزنې موٴسسې په تالاركې د همدې فيسټيوال دپاى په اړوند جوړه شوې وه  ډېرى ورزشكارانو،دولتي چارواكو،مدني اوفرهنګي ټولنوپه كې ګډون درلود. دغونډې په لومړي سركې ديوه تن لوبغاړي له خوا دقران عظيم الشان  تلاوت وشو ورپسې دپكتيا ولايت دځوانانو چاروامرعاشق الله اخلاصيارګډون والوته ښه راغلاست ووايه اوځوانان يې دهېواد ودانولوته راوبلل له دولتي چارواكواوتجارانويې وغوښتل چې دځوانانوسره هرډول مرستې وكړي  ترڅودخپل هېوادپه ودانولوكې دزړه له تله اوچت ګامونه واخلي.


وروسته دپكتيادځوانانوداړيكواومعلوماتومركزمسوٴل سيدجمال الدين اصف خېل  ګډون والوته وينا واوروله ځوانان يې له نېشه يي توكوڅخه دورزش په لوري راوبلل. همدارنګه ديونسف په استازيتوب ډاكټر ابراهيمي ځوانانوته په خپلوخبروكې وويل: يونسف  خيريه موٴسسه تل په دې هڅه كې ده چې دځوانانودروزنې لپاره مالي مرسته وكړي ترڅوځوانان له نېشه يي توكوڅخه وژغورل شي اوپه راتلونكي كې خپل هېواد ته دخدمت وړوګرځي ورپسې دپكتياالمپيك امرامين الله علميار،دپوهنې رياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل، دپكتيادواليبال فدراسيون امرمېوه الدين منګل او دپكتيا دلايتي شوراپه استازيتوب مېرمن زرغونې همت په خپل وارسره ګډون والوته ويناوې واورولې . لوبغاړي يې وستايل اوله هغوئ سره يې دهرډول مرستوژمنه وكړه .غونډه دكپ اوډاليوپه وركولوسره پاى ته ورسېده .


دا فيسټيوال چې دولس ورځې مخكې د ځوانانو  چارو آمريت د ځوانانو د اړيكو او  معلوماتو مركز له خوا د يونېسف په مالي لګښت جوړ شوى وه  چې موخه يې ماشومان او ځوانان له خپلو حقونو څخه خبرول وو.  د ياد ولووړ دى چې پخوا هم د ځوانانوچارو د اړيكو او معلوماتو مركز له خوا دواليبال ،فوټبال اوكركټ ورته  سيالۍ جوړې شوې وې . چې ډېرى لاس ته راوړنې يې درلودې  يوله هغوڅخه دپكتيا دكركټ منتخبه لوبډله ده چې دهېوادپه كچه يې دوهم مقام ترلاسه كړو.