دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 8th, 2010


د امریکا « اې . جې . سي » شبکه او پنتاګون خبر ورکوی چی هغه امریکایی عسکر چی تیره هفته طالبانو زخمی کړی و ، په یکشنبه په جرمنی کی د امریکا په نظامی روغتون کی مړ سو .
یو بل امریکایی پوځی چی اته ورځی مخکی په روزګان ولایت کی طالبانو زخمی کړی و ، څلور ورځی مخکی په روغتون کی مړ سو .
په دې سره د ټولو امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱۶۲ ته ورسېدل چی ۱۳ یې د جولای په روانو اتو ورځو کی وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024