کور / طنز / اوتو شوی سیاست

اوتو شوی سیاست

اوتو ماما ډیر د سلیقي خاوند دی تل په ښه اوتو شوو کالو ، ښه رنګ شوو بوټو، ورېښمېنه چپنه پر اوږو اچولې، تسبې په لاس، قره قلي پر سر بهر راوځي اوتل د کلي د هر خیرات ، سنتي او واده کې تر ټولو په سر کې ناست وي او لکه په لوبه کې د فوتبال د ګول شوو تېمونوکوچان لاسونه ښوروي او نارې وهي:
هلکه ! اوبه له هغه سره پيل کړه! دستر خوان له دې خوا اوار کړه! دا غوري دلته کښېږده!…
کلیوال څه ان د دنیا خلک لا هغه ډیر ښه اداره چي بولي.
خو د کلي چوپړي هلکان چې نور د اوتو ماما له اوتو شوو هدایاتو ستړي شوي وه د هغه په خوله یې نه کول
یو ورځ چې اوتو ماما نارې کړه: هلکه داغوري دلته کښیږده !
چوپړي هلک په کستي ډول غوري بل ځای کېښود
اوتوماما چې پوخ سیاستمدار هم دی تندي یې ان ګونجه لا ونه کړه ورنارې یې کړه:
شاباش د نر ځو هغه ځای تر دې ځای لا ښه دی!
کلیوالو د هغه دې اداری چلن ته ګوته په غاښ نیولې وه.
اوتوماما چې نارې کړې :هلکه! داکاسه هلته کښېږده!
که هلک په کست کاسه بل ځای کېښږدي
اوتوماما بېله دی چې دا یاغیتوب ځان ته شرم وګڼې په جرت ورنارې کوي : شاباش !د نر ځو هغه ځای تر دې لاښه ځای دی .
اخیر داسې شوه چې یو شی به راغی چوپړي هلک به نارې کړله
دا چیری کښیږدم اوتو ماما؟
هغه به ورته ویل: هر چیر ې چې ستا خوښه وي خو دا خوا سمه ده!
که به هلک هغه کستي بل ځای کيښود
اوتو ماما به ورنارې کړل: هغه ځای لا سم ځای دی !
نن خبر شوم هغه د ښه سیاست له عمله دکابل د ښار د تنظیفاتو رییس ټاکل شوی دی ان یو اونۍ یې د کار نه وه تیره شوی چې د زورور میلتونو استازو د کابل د ښار د هر کونج اواړخ په لیدو هغه ددې ښه سیاست او تواضع په خاطر د چټلۍ نړیوالي نوبل جایزې ته کاندید کړ . هغه د نر زوی دا نړیواله جایزه خپله کړه او په جایزه کي یی هغه ته یو سپین ماسک راولېږی ،چې اقلا دا د افغانستان په تاریخ کې نابغه اداره چي د دې کثافاتو له اړخیزو زیانونو څخه خوندي پاته شي
اوس ټول ښار په فضل د خدای او برکت د څلورو یارانو چټلیو نیولی دی
که خدای کول راتلونکی مو روښانه ده انشاالله لس زره کاله وروسته به د ډبرو د سکرو ښه کانونه ولرو.