کور / تازه خبرونه / د مورنۍ ژبي په اړه غونډه جوړه شوه

د مورنۍ ژبي په اړه غونډه جوړه شوه

 پرون ورځ د شاه شهيد د سيمي د ځاځيو په جامع جومات کښي د جمعې له لمانځه څخه وروسته  دمورنۍ ژبي په اړه يوه غونډ ترسره سوه .


په نوموړي غونډه کښي د مختلفو قومونو مشرانو مورنۍ ژبي ته په پام نيولو سره اړتيا او ستونزه محسوس کړه او په ډېره کلکه يې له دولت څخه وغوښتل چې بايد زموږ بچيانو ته خپل حقه حقوق ورکړي .


ستاسو د لا معلوماتو لپاره بايد يادونه وکړل سي  چې دغسي غونډه به ددې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په خوشال خان مېنه کښي ترتيب او ورته غوښتني به له دولت څخه وکړل سي .


او همدارنګه د را رواني جمعې په ورځ به د احمد شاه بابا په مېنه کښي  غونډه کېږي او بيا به د کب په دويمه نېټه لويه غونډه ترسره کيږي چي هدف به يې هم همدا ټکی وی، او په ترڅ کښي به يې هم ورته غوښتنې راولاړېږي.