په شمال کی ولسوال او ۱۲ پولیس ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 11th, 2010


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی طالبانو نن د کندز ولایت د قلعه زال ولسوال او د هغه باډی ګارډ د ریموټ کنټرول بم په ذریعه وواژه . خبر وایی چی طالبانو د کندز ولایت او تاجکستان د سرحد په حدودو کی هم د سرحدی پولیسو پر یوه مضبوطه پوسته حمله وکړه چی له امله یې شپږ پولیس ووژل او د کندز محلی چارواکي وایی چی ښایی د هغوی شمیر تر شپږو زیات وی .
خبر زیاتوی چی پنځه نور پولیس هغه مهال په بدخشان ولایت کی ووژل سول چی موټر یې پر ماین برابر سو .

«

Copyright Larawbar 2007-2024