هلمند: چاودني ٢١ کسه ټپيان کړل

34 | جولای 12th, 2010


د هلمند ولايتي مقاماتو نن د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي د دې ولايت په ګرمسېر ولسوالي کي د يوې چاودني له امله ٢١ تنه ټپيان سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي چاودنه پرون ماځيګر د ګرمسېر ولسوالي په بازار کي د يوه موټرسايکل په ذريعه ترسره سوې چي چاودونکي توکي يې پر تړلي وو او بازار کي يې انفجار ورکړ.
نوموړي د دې پېښي پړه پر طالبانو واچوله او وايي د پېښي اکثره قربانيان ولسي وګړي دي، چي لارويان او دکانداران پکښي شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024