مسافر شهيده

حبيب تاثير - کوټه | جولای 12th, 2010


چې توره شپــــه شي اوماښام شي وايم اوس به راځي
دژوندفكـــــرونه را تمـــــام شي وايـــــم اوس بــــه راځي

دمسافـــــردراتلــــــوږغ واورم پـــــه كلــــــي كــــــــــې زه
ماتــــه راياد ښكلى ګلفـــــام شي وايم اوس بـــه راځي

لــــه كـــوره ليري مسافر بــــــه بېرتـــه هم راستون شي
كــــه تورلحديې پــــه يوګام شي وايـــم اوس به راځي

زړه مــــې لااوس هــــم دوصال پـــــه تمــه ژوند تېروي
پـــــه تــــوروخاوروكې نهــــام شي وايــم اوس به راځي

چې سترګې پټي كــــړم يادونه يې پــــه خيال كې راځي
وختــــه! شېرين خوب مې حرام شي وايم اوس به راځي

ګنــــي دصـــــبركاڼى كېښــــږدم پـــــه زخمـــــي زړګـــــوټي
مــــاشـــــوم ارمان مې ورتـــــه پام شي وايم اوس به راځي

دبشرمـــــل ځـــــواني لـــــوخړه شــوه دغــــــم پــــــه اوركـــې
لاپـــــدې هيـــــله يې مـــــدام شـــي وايــم اوس بــــــه راځــــي

كلات 11/7/2010

Copyright Larawbar 2007-2024