د پامير د لوېدلي الوتکي څېړنه په روسيه کې کېږي
په نږدې راتلوونکې کې به دپامير دهوايي شرکت دالوتکې دتوربکس دڅيړنې په خاطر دترانسپورټ او هوايي چلند يوپلاوى روسيې ته واستول شي .
دغه خبره دترانسپورت اوهوايي چلندوزارت دهوايي مصئونيت مشروکړه .
په ورته وخت کې يوشميردهغه مسافرو وارثه چې دنوموړې الوتکې دراپريوتوله امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وايي تراوسه يې جسدونه دوى ته نه دي سپارل شوي .
ديادونې وړده دغه الوتکه چې نږدې دوه مياشتې مخکې له کندوز څخه دکابل پرلورې روانه وه دشکردرې او غوربند په غوربندپه غرونوکې ولويده چې له څلويښتو زيات کسان په کې ووژل شول .