کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (دویمه برخه )

دتوحیداحکام اومسائل (دویمه برخه )

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمه الله 
ژباړه : مؤمن مهاجر


دالله جل جلاله دوجودداثبات دلائل :
په دلائلواوشواهدوداخبره ثابته ده چي دکائناتوهیڅ شی په خپله نه دی موجودشوی اونه دکائناتونظام په خپله چلېږي،بلکي هرومرویوداسي ذات موجوددی چي لومړی یې دانړۍ پیداکړې اوبیاپه خورانظم ونسق دانظام چلوي هغه یوازي الله جل جلاله دی چي په خپل ذات،صفاتواوافعالوکي یودی،هیڅ ساری نه لري اودهرډول عبادت لائق همدی دی .
دالله جل جلاله دوجوددلائل پرڅلورډوله دي :
(۱) فطري دلائل  . (۲) شرعي دلائل (۳) عقلي دلائل (۴) حسي دلائل .
فطري دلائل :
فطري دلیل دادی چي په هرشي کي دخپل خالق اومالک مینه شته،ځکه هرپیداکېدونکی شی دخپل خالق پرایمان اواسلامي دین پیداکېږي . الهي ویناده :
فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لاَ تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ (الروم : ۳۰)
ژباړه : دالله جل جلاله هغه فطرت چي خلک یې پرې پیداکړي دالله تخلیق بدلون نه لري .
عکرمه،مجاهد،حسن،ضحاک اوقتادة رحمهم الله ددې آیت په تفسیرکي ویلي دي چي دالله له فطرته مراداسلام اودالله جل جلاله له تخلیقه مراددالله دین دی . امام بن کثیررحمه الله ویلي چي دالله له فطرته مراددالله جل جلاله معرفت اوتوحیددی یعني هرمخلوق دالله له معرفت اوتوحیدسره پیداکېږي .رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ویلي دي چي هرماشوم پرفطرت پیداکېږي موراوپلاریې بیایهودي،یاعیسايي اویامجوسي کړي .  رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي نه دي ویلي چي موروپلاریې مسلمان کړي ځکه هغه پراسلامي فطرت پیداشوی وي .
شرعي دلائل :
دالله جل جلاله دوجودشرعي دلائل خودومره ډېردي چي په دې اړه هیڅ شک هم نه پرېږدي له همدې کبله رسولانوخپلوقومونوته ویلي وو: اَفِی اللهِ شَکٌ فَاطِرِالسَّمواتِ وَالْاَرْضِ .(ابراهیم : ۱۰) یعني په هغه الله جل جلاله کي شک دی چي اسمانونه اوځمکه یې پیداکړي دي؟ همدارنګه دټولورسولانورالېږنه،اسماني کتابونه،په دنیااواخرت کي دبندګانوپرمصالحومشتمل دالله جل جلاله احکام لکه لمونځ،روژه،حج،زکوة اوله کائناتوسره تړلي ټول اخباردالله جل جلاله دوجوقطعي دلائل دي .
عقلي دلائل :
دالله جل جلاله دوجودعقلي دلیل دادی چي دامخلوقات (غر،انسان،سمندر،ونه،لمر،سپوږمۍ اونور) هرومرو یوپیداکوونکی اوموجدلري،ځکه هیڅ شی په خپله نه شي پیداکېدای الله جل جلاله دې دلیل ته داسي اشاره کړې ده :
أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ  (الطور : ۳۵)
ژباړه : ایادوئ له هیڅه پیداشوي که دوئ پیداکوونکي دي؟
یعني دوئ نه له خالق پرته پیداشوي اونه په خپله دوئ پیداکوونکي دي . نوضروري ده چي دوئ به یوخالق لري اوهغه الله جل جلاله دی چي هیڅ شریک نه لري .
حسي دلائل :
حسي دلائل هم بیخي ډېردي چي یوپکي ددعاووقبلېدل دي داسي چي ځیني وختونه یوسړی له الله جل جلاله څخه یوشی غواړي اوسمدلاسه ورکول شي،داددې خبرې دلیل دی چي خلک یورب لري چي ددوئ دعاوې اوري اوغوښتنه یې پوره کوي . لکه نوح علیه السلام چي له الله جل جلاله څخه غوښتنه وکړه نوالله جل جلاله له اسمانه اوځمکې اوبه جاري کړې همدارنګه له نبي علیه الصلوة والسلام څخه یوچاددعاغوښتنه وکړه نوهغه دعاوکړه پوره یوه هفته باران واورېداوبیابیرته دهمده په دعابندشو.
ټول کائنات دالله پروجودشاهدان دي :
(۱) الهي ویناده :
إِنَّ فِي اخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ (یونس : ۶)
ژباړه : بې شکه دشپې اوورځې په اختلاف اوهغه څه چي الله جل جلاله په اسمانواوځمکه کي پیداکړي دهغه قوم لپاره چي له الله وېرېږي نښې نښانې دي .
(۲) یوبل ځای یې ویلي دي : وَفِی الْاَرْضِ اَیاتٌ لِلْمُّوْقِنِیْنَ (الذاریات : ۲۰) یعني په ځمکه کي دباورکوونکولپاره نښې نښانې دي . که دځمکي اواسمان پراسراروغوروشي نومعلومېږي چي دکائناتوهره ذره،زموږځمکه،له یوه اتومه نیولي ترلوی کهکشان پوري دټولوزړه وړونکی نظم،ژونداومعنویت ټول ددې شاهدي ورکوي چي داهرڅه یوه خالق پیداکړي دي راشئ په دې اړه یوڅه تفصیلي خبرې وکړو.
دشپې په تیاره کي که یوازي په سترګواسمان ته وګورئ نونژدې پنځه زره ستوري لیدل کېدای شي که په یوه ښه دوربین ورته وکتل شي نونژدی ترشل لکه زیات ستوري لیدل کېدای شي اوکه په لویودوربینانودلیدلوهڅه وشي نوداشمېرترمیلونونوهم ډېرېږي . موږټول پوهېږوچي داشمېرهم دخپل اصل تعدادپه پرتله ډېرلږدی ډېری ستوري دومره لوی دي چي په هغوکي په لکونونه بلکي په میلونونوځمکي ځایدای شي داټول ستوري په غیرعادي توګه سفرکوي ځیني ستوري یوازي،ځیني جوړه جوړه اوډېری ستوري دخورالویوحلقوپه بڼه چي کهکشان ورته ویل کېږي یونه یولورته سفرکوي . کائنات په پرله پسې ډول خپرېږي .هرستوری له خپلوسپوږمیو اونوراړوندوشیانوسره په خوراګړندي تګ سفرکوي .دمثال په ډول لمردخپل کهکشان له مرکزه په یوه ثانیه کي نژدې شل کیلومیټره یعني په یوه ساعت کي ۷۲زره کیلومیټره لرې کېږي . دحرکت یوبل ډول دادی چي دهرې ستارې  سیاره  دخپلې ستارې پرشاوخواپه خپل مدارکي څرخي اوبیادهرسیارې سپوږمۍ دخپلې سیارې پرشا وخواپه خپل خپل مدارکي څرخي .مثلالمرچي ترځمکې ۱۲لکه چنده لوی دی اوځمکه نژدې یونیم سل میلونه کیلومیټره له هغه واټن لري همداځمکه پرخپل محورپه یوه ساعت کي په شپاړس سوه کیلومیټره څرخیدودلمر پرشاوخودرې سوه میلونه کیلومیټره دائره جوړوي .داټول سفرپه یوه کال کي پوره کېږي . په دې ډول ۸ لویې لویې اودېرش زره وړې سیارې،په زرګونولکۍ داره ستوري اوبې شمېره شهاب ثاقب هم دلمرپرشاوخوا راڅرخي .خودحیرانۍ خبره داده چي دټولوکائناتوداګردخوځښتونه له بشپړنظم،ټاکلواصولواوقوانیوسره ترسره کېږي .داټول نظم ونسق انسان دې اعتراف ته اړباسي چي چي داهرڅه دیواتفاق اوتصادف له مخي نه دي رامنځ ته شوي بلکي یوسترمنتظم اوخالق موجوددی چي داپراخ اووېړنظام یې پنځولی اوکنټرول کړی دی .
ددې پراخوکائناتوپه مقابل کي ته یواتوم(ذره) درواخله سره له دې چي اتوم ترننه په هیڅ ذره بین سره نه دی لیدل شوی،خوسائنس چي موږته کوم معلومات راغونډکړي له هغوسره سم په دې وړه ذره کي هم دټولوکائناتوانځور موجوددی .نیوټران اوپروټان په خپل مرکزکي وي خوالیکټران ددوئ پرشاوخوادومره په ګړنديتوب سره ګرزي چي هروخت هرځای لیدل کیږي .یوالیکټرن په یوه ثانیه کي پرخپل مدارپه میلیاردونوواره راګرزي . په خپله په یوه اتوم کي دومره خلاوې دي چي که دټولې نړۍ له اتومونوخلاراوایستل شي نودټولې نړۍ ماده دچایوپه یوه چمچۍ یاکاچوغه کي ځایدای شي .هرعنصرله بېلابېلواتومونوجوړشوی دی . هراتوم دمالیکول په بڼه له بل سره پیوست دی . لکه څرنګه چي په ټولوکائناتوکي هرڅه له یونظم اوقانون سره سم پرمخ ځي همدارنګه په یوه اتوم کي دننه هم دومره بې اندازي ځواک اوهغه قوانین شته چي یوه تجربه یې داټومي بم په شکل کي ترسره شوې ده .
ایاددومره سترنظام اوتنظیم وجودله یوه خالق پرته شونی دی؟ اوس لږځمکې ته متوجې شئ! په ځمکه کي ډېر حیرانوونکي حالات په خورازړه وړنکي اوپېچلي ډول رایوځای شوي دي .مثلاکه دځمکي حجم تراوسني حجم کم وای نوهغه به دثقل په جاذبه کي دکموالي له امله هوااواوبونه شوای تمولای . همدارنګه که ځمکه تراوسني جسامت لویه وای نودهواپشاربه دومره ډېروای چي لوړذهني ژوندبه ممکن نه وای . ځمکه په ۲۴ساعتونوکي یو ګردش پوره کوي چي په یوه ساعت کي یې تګ شپاړس سوه کیلومیټره دی .که دځمکې تګ تردې کم شي نوشپه اوورځ به دومره اوږده شي چي دورځې به دلمروړانګي زموږفصلونه لولپه کړي اوپه شپه کي به زموږژوندد سختې یخنۍ له امله ختم شي .ځمکه یومخ ګرده نه ده هغه دسېب په څېرده اود۲۳درجوزاویې په جوړوله په فضا کي کږه شوې ده . زموموسم دهمدې کږوالي داحسان پوره وړی دی کنه له هغه پرته به ځمکه یوازي پربېدیاوواو واورینوډګرونومشتمله وای . لنډه داچي هرشی په هغه تناسب دی چي پرهغه اندازه دژوندداراومداردی .مثلا که په فضاکي دآکسیجن اندازه زیاته وای نوپراورکنټرول به له وسه وتلې خبروای .که دهوامقدارلږاویاډېروای نو هم به ژوندیاناشونی اویاډېربې خونده وای .داهوايي کره ددې وړتیالري چي دلمردټولوتاواني وړانګومخه ونیسي اوګټورې وړانګې لکه کیمایي شعاوې په دومره اندازه ترځمکې ورسوي چي ونې اونورنباتات ورته اړتیالري .ښکاره ده چي په ځمکي کي داټول نظام یوازي ددې لپاره دی چي ژوندپکي دوام اوپایښت ومومي . مثلااوبه یوازينی هغه مرکب دی چي ترمنجمدکېدووروسته درنېږي نه بلکي سپکېږي .دهمدې خاصیت له کبله په یخني کي پراوبوبرسیره یوازي څوانچه یخی جمعه کېږي اوداوبوټول حیوانات په سمندرونواودریابونوکي ترهمدي یخي لاندي ژوندي وي .که په اوبوکي یوازي همداخاصیت نه وای نوداوبودحیواناتوژوندبه ناشونی اویاډېرستونزمن وای .داټول ددومره کلکواوسختوقوانینوپاپنددي چي سائنس پوهان اوس ویلای شي چي څوزره کاله وروسته به څه وخت اودڅوثانیولپاره لمراویاسپوږمۍ تندرنیسي .ایادومره مرتب ځمکنی نظام موږته دا نه وايي چي داهرومرویوخالق لري ؟