کور / شعر / غزل

غزل

ديـــــاردكلي سوړشمال و چې پــــه خــــــوب ويـــده شوم
زړه مې په نه څه ترې خوشال و چې په خوب ويـده شوم

دهجرشپې تـــــه مې پـــــه هغــــه وخت كـــې ماتې وركــړه
پـــــه مينه مـــــاكړى وصال و چې پـــــه خوب ويــــده شوم

تـــــرســـرمې شيى لاس كـړ رالاندې دجانــان پـــــه نامــــــه
دايـوانعــــام د ذوالجلال و چې پــــه خوب ويـــــده شــــوم

چــې پـــــه روڼـــــو چيـــــنو مـــــې دواړه لپې پرېمــــنځلـــــې
دادجــــانان دحٌسن خيال و چې پـــــه خوب ويـــــده شـــــوم

لــــه مــــا هـــېرشوى وو چې خوب سړى تــــه څنګه ورځـــي
اې بشرملـــه څـــــه كمــــال و چې پــــه خــــوب ويـــده شوم

كلات 12/7/2010