یو برتانوﺉ او دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون او د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی پرون په کندهار کی یو امریکایی عسکر په غیر جنګی حادثه کی ووژل سو خو نور تفصیل یې ور نه کړ . یو بل امریکایی پوځی درې ورځی مخکی د کونړ په اسعد آباد کی طالبانو پر تندی ویشتلی او وژلی و .
یو برتانوﺉ پوځی نن د هلمند په سنګین کی پلی روان و چی طالبانو وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ . البته نن یو افغان عسکر هم د هلمند په نهر سراج کی درې برتانوي پوځیان وژلي وو چی په تیښته کامیاب سو .
په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱۷۵ ته ورسېدل او د انګریزانو تلفات هم ۳۱۸ سول .