بلوچستان: بلوڅ سناتور حبيب جالب ووژل سو

34 | جولای 14th, 2010


د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د بلوچستان د نيشنل پارټۍ مشر حبيب جالب ووژل سو.
پوليس وايي نوموړى پرون له خپل کور څخه محکمې ته روان وو چي د کوټي په سرياب روډ کي د موسى کالوني مخته تر وسله والي حملې لاندي راغئ، لومړى ټپي سو او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.
د بلوچستان حکومت وايي د نوموړي تر مړيني وروسته د هغه پلويانو د کوټي په ګډون د بلوڅانو په نورو سيمو کي په احتجاج لاس پوري کړى دئ، چي ځيني کسان د تاوتريخوالي د رامنځته کولو په خاطر پوليسو نيولي دي.
حبيب جالب د پاکستان په مشرانو جرګه کي سناتور هم پاته سوئ او په بلوچستان ايالت يې مختلفي دندي ترسره کړي وې.
د نوموړي د قتل مسئوليت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستئ.

Copyright Larawbar 2007-2024