کندهار: د پوليسو پر يوه مرکز ځانمرګې حمله سوې ده

34 | جولای 14th, 2010


تېره شپه د کندهار ښار په ١٤ – مه ناحيه (ميرويس مېنه کي) کي د پوليسو د عامه نظم پر مرکز ځانمرګې حمله سوې چي يو پوليس پکښي وژل سوئ او درې نور ټپيان سوي دي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې پاڼه وايي چي تر ځانمرګي وروسته وسله والو غوښتل مرکز ته ننوزي خو د پوليسو په جوابي ډزو کي يې هغوى پر شا تمبولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024