برتانيه: د برتانوي عسکرو افغان قاتل ونيول سو

34 | جولای 14th, 2010


برتانوي مطبوعات خبر ورکوي چي هغه افغان عسکر نيول سوئ دئ، چي پرون يې درې برتانوي عسکر مړه او شپږ نور ټپيان کړل.
راپور وايي له نوموړي څخه تحقيقات شروع سوي دي چي آيا له طالبانو سره د تړاو پر اساس يې دغه کسان وژلي او که يې شخصي رخه ورسره درلوده.
دغه افغان عسکر چي د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار ته نيژدې يې د برتانوي عسکرو په يوه قرارګاه کي دنده درلوده، وړمه شپه دوې بجې يې درې برتانوي عسکر وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024