کور / اسلامي / د توحید احکام او مسائل (۳)

د توحید احکام او مسائل (۳)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمه الله
ژباړه : مؤمن مهاجر | Muhajir222@yahoo.com

په خپله انسان دالله جل جلاله پروجوشاهددی :

الهي ویناده : وَفِیْ اَنْفُسِکُمْ،اَفَلَاتُبْصِرُوْنَ (الذاریات :۲۱) یعني په خپله ستاسوپه ځانونوکي هم (نښې) شته ایا تاسونه ګورئ؟ که موږاوتاسي غوروکړواوانسان ته په یوه ځغلنده نظروګورونوپوه به شوچي دانسان دوجودهر رګ دالله جل جلاله دوجودشاهدي ورکوي .دانسان په بدن کي دننه چي کوم عصبي مواصلاتي( nervous system) نظام موجوددی هغه دنړۍ ترهرنظام بشپړاوپېچلی دی . په دې نظام کي هروخت په میلونونومعلومات په منډه وي دژبې درې زره خلیې دهمدې نظام په وسیله تردماغه دذائقې معلومات رسوي . په غوږکي یولک خلیې دیوه پېچلي عمل په وسیله زموږدماغ ته اوازونه رسوي . په هره سترګه کي یوسل دېرش میلونه خوځنده خلیې دي چي هره شېبه دماغ ته ژوندي انځورونه لېږدوي . دهمدې عصبي نظام یوه برخه حرکت تولیدوي اوبله یې دروي . کله چي دحرکت ګړندیتوب ته اړتیاوي نولومړۍ برخه غالبه وي اوکله چي دحرکت کمولوته ضرورت شي نودویمه برخه غالبه وي . په انساني دماغ کي زرمیلونه خلیې دي چي په هغوکي په میلونوتارونه ټول بدن ته دخبرونودلېږدرالېږدلپاره کارکوي . یوازي دانه بلکي په دماغ کي دننه دټولومعلوماتوجاجول،مرتبول،زېرمه کول،له هغونوې نتائج ترلاسه کول اودهغوپربنسټ دنویوتجربوترسره کولوبې اندازې وړتیالري .

دانسان معده دژرندې په څېرشپه اوورځ په کاربوخته وي چي خوراک وړوي اوهضمېدوته یې تیاروي . کله چي له دې کاره خلاصه شي بیانوره غذاغوړاي چي موږلوږه ورته وایو،که هضمېدوته دخوراک په تیارولوکي داوبوکمی وي نوموږتږي کېږواوخوراک وڅښاک ته اړوزو.په معده کي دننه یوغلبېل هم شته چي ترچڼلو وروسته هغه خوراک ځیګرته ځي چي هلته خپروونکي،پاکوونکي،دفعه کوونکي اوکشوونکي ماشینونه اوقو تونه کارکوي همدلته نوراخلاط ترې جوړېږي . بې ګټې اوبه ګردې دبولوله لاري بهرته باسي . دفاعي قواوې دبې ګټې یافضله موادودخارجولوکارکوي . لکه څرنګه چي انسان خوراک وڅښاک ته مجبورېږي همدارنګه رفع حاجت ته هم مجبورېږي اوکه یې بندکړي نوناروغه کېږي .

په خوله خوزړه یوپمپ دی چي په الفاظوکي یې دکارنوعیت ډېرمعمولي اوساده دی یعني له یوه طرفه وینه دبدن نوروبېلابېلوبرخوته لېږدول .خودادومره عجیب تخلیق دی چي ترننه هیڅ ماشین په دې ځانګړي شکل نه کارکړی او نه به یې وکړي . په زړه کي په یوه وخت ۱۴۰مکعب سانتۍ میتره وینه ځایدای شي،په هغه کي څلورخانې دي چي په هغوکي دوینې دتلوراتلولپاره دراسته اوچپه برخوترمنځ هم سوري شته . په دې سریوکي داسي والونه لګول شوي دي چي له یوې خوادوینې دتلوراتلوکارکوي دوینې دګردش په ابتداء کي ناپاکه وینه سږیوته ننوزي او هلته په ګرزېدوچي کله په سږیوکي دشعریه رګونوترمنځ تېرېږي نوهغه ځای ته له ساسره دراغلي آکسیجن په وسیله پاکېږي . اوهمداپاکه وینه دیوه بل وریدپه واسطه بیرته زړه ته ځي،چي له هغه ځایه دلوی شریان دښاخونوپه ذریعه دبدن ټولوبرخوته رسول کېږي . دوینولښتي دومره ډېردي چي که ټول په اوږده کېښودل شي اوسفرپرې وشي نوپه اساني له ملتانه بهاولپورته رسېږي . دنبض حرکت دزړه له غورزېدوسره موافق وي . په یوه دقیقه کي زړه په متوسط ډول ۷۲ځله غورزي،خودبدني تکلیف،تبې اونوروله امله دزړه غورزېدل زیاتېږي چي له همدې وجې دنبض حرکت هم ورسره زیاتېږي .

ګردې په ښکاره یوبې اهمیته شی معلومېږي خوپه حقیقت کي دقادرمطلق ذات دصنعت یوه بې ساري نمونه ده . دهغوفعالیت دالله جل جلاله دصنعت په کمال اوعجب کي لومړی ځای لري . که څه هم نن انسان په څېړنه دمصنو عي ګردوپه جوړولویوڅه بریاترلاسه کړې ده،خوداهسي موقته اوجزي بریاده چي دحقیقي صنعت په وړاندي یې حیثیت داسي دی لکه دلمرپه وړاندي دڅراغ . په هرحال دګردوجوړه چي په نس کي دننه دملادتېرراسته اوچپه طرف ته وي په هغوکي دیوې دقیقې پرمهال ۱۳سوه مکعبه سانتۍ میتره وینه څرخېږي . ددې څرخېدوهدف له هغوباریکولښتودوینې تېرېدل دي چي له هغه دوینې فاسدې مادې دبولوپه وسیله وزي،په دې ډول په ۲۴ ساعتونوکي دګردوله لاري په اوسط ډول ۱۷۰لیټره وینه تېرېږي .

پردې سربېره دانسان په لینګو،مټو،غاړه لنډه داچي دبدن په هرغړي کي دحرکت داسي وړتیاښودل شوې ده چي له هغې پرته یې نه لوی شی جوړولای شوای اونه به تمدن اوتهذیب وده کړې وای . دمثال په ډول خپلومټوته پام وکړئ په هغوکي چي له څنګلي سره کوم لږکږوالی دی دهمدې کږوالي له امله انسان په خپلولاسونودهرکارکولو وړتیالري . ګوتوته پام وکړئ په څومره کمال،ښکلااوقاطعیت سره دلیکلو،جوړولواواوډلوکارکولای شي .له دې سره دانسان ذهن ته متوجې شئ چي هره شېبه موفکراوغورته اړباسي . دې ټولوخبروته پام که موږله خپله ځانه پوښتنه وکړوچي ایادانسان وجودیوخالق دوجوداودهغه دبې ساري صنعت یوقاطع ثبوت نه دی؟ نوزموږ دزړه له تله به دااوازپورته شي چي یقینادادیوعظیم اواعلی خالق صنعت دی چي دهغه دوجودښکاره ثبوت په خپله دانسان په بدن کي موجوددی .

دالله جل جلاله دوجودشاهدي دیوخلابازپه ژبه :

په امریکاکي چي کوم درې خلابازان فضاته تللی ووپه هغوکي یوډګروال جیمزارون وو. هغه په یوه مرکه کي وویل چي د۱۹۷۲په اګست کي هغه شېبه زمالپاره خوراحیرانوونکې وه چي دسپوږمۍ پرسطحه مي قدم کېښود ماهلته دالله وجوداحساس کړ. هغه ویلي دي چي هلته پرمایووجداني کیفیت راغلی وو. ماداسي احساس کاوی لکه الله چي راته نژدې وي . مادالله عظمت په خپلوسترګولیدی . دسپوږمۍ سفرزمالپاره یوازي یوسائنسي سفر نه ووبلکي زه په دې سره له روحاني ژونده برخمن شوم . دډګروال جیمزارون داتجربه څه نادره تجربه نه ده . حقیقت دادی الله جل جلاله چي څه پیداکړي هغه دومره حیرانوونکي دي چي هغوته په کتوسړی دخالق په مصنو عاتوکي لاهوکېږي . دخالق په کمال کي هره شېبه دخالق دقدرت کرشمې ځلېږي . خوزموږپه شاوخواکي چي کومه نړۍ ده له ماشومتوبه دهغې په لیدوموږورسره عادي شوي یو،دهغې حیرانوونکومناظروته موهډوپام نه شته .

هوا،اوبه،ونې،چوغکې لنډه داچي هرڅه زموږپه چاپیریال کي دي ټول دتعجب ترحده حیرانوونکي دي . هرشی دخپل خالق دقدرت،علم اوحکمت بېلګه ده،خودعادي کېدوله امله موږته نادرنه ښکاري . مګریوسړی چي کله دلومړي ځل لپاره په سپوږمۍ کي کښته شواودهغه ځای عجیب اوغریب مناظریې ولیدل نودخپل خالق له احساس پرته پاتي نه شو. هغه دتخلیق په پابریکه کي خپل خالق وموند.