کور / اسلامي / د توحید احکام او مسائل (۴)

د توحید احکام او مسائل (۴)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمه الله

ژباړه : مؤمن مهاجر muhajir222@yahoo.com

دارتقاء باطله نظریه اودهغې رد :

دارتقاء نظریه ((theory of evolution داده چي انسانان په شروع کي داسي نه پیداکېدل لکه نن سباچي پیدا کېږي بلکي ملیاردونه کاله وړاندي دسمندرپرغاړه یوڅه واښه پیداشول چي همدادژوندپیل ووبیاله هغو دنباتاتوبېل بېل ډولونه پیداشول . بیاپه میلونوکاله وروسته له هغوڅخه دیوې اودروخلاوودرلودونکي حیوانات پیداشول . ورپسي څومیلونه کاله وروسته مختلف واړه چینجي پیدال شول . بیاپه ورووروپرمختګ سره دې وړوحشراتودلویوحیواناتولکه : اوښانو،اسانواوبیزوګانوشکل اختیارکړ. اوپه بیزوګانوکي یوې ځانګړې ډلې دانسان بڼه خپله کړه چي لکونه کاله وروسته دهمدې انسان ذهن وده وکړه اوپه غاروکي مېشت شول .

دانظریه په رسمي ډول دنولسمې پېړۍ پرمهال چارلس ډارون په خپل کتاب (origin of spicsies) ؛اصل الانواع ؛ کي وړاندي کړه . څرنګه چي دانظریه پرمحض مادیت ولاړه وه له همدې امله یې په ماده پالواوله الله جل جلاله څخه په منکرووګړوکي ډېرمقبولیت وموندان ځیني مسلمانان یې هم له اغېزوخوندي پاتي نه شول . په ځانګړي ډول سرسیداحمدخان،مفتي محمدعبده مصري،ډاکټرمحمدرفیع الدین اوغلام احمدپروېزله ځينو جزي ترمیمونوسره نه یوازي هغه ومنله بلکي په قرآن یې دهغې دثابتوله هڅه هم وکړه .

خوکه له شرعي دلائلوپرته موږپردې نظریې شوې نیوکې وڅېړونوهم به یې بطلان راته جوت شي . لاندي څو نیوکوته پام وکړئ :

اول : ددې نظریې ملاتړوترننه داثابته نه کړای شوه چي ژوندڅه ډول پیل شو؟ معلول موجوددی خودعلت کړۍ نه موندل کېږي . مطلب داچي په سائنسي لحاظ ددې نظریې بنسټ کمزوری دی .

دویم : په نړۍ کي تراوسه هیڅ انسان دارتقاء مرحله په خپلوسترګونه ده لیدلې داسي چي چوغکه په ترقي کولو دمرغه اوخرپه ترقي کولوداس مرتبې ته رسېدلی وي اوداسي نور.

درېیم : کله چي ددې نظریې پربنسټ داثابته شوې چي انسان په لومړي سرکي کمزوری اودعقل په اعتبار نیمګړی وونودزمریانواوپړانګانوترمنځ یې څرنګه ګوزاره کوله؟

څلورم : له لومړني ژونده چي تربزوګي پوري په دوه ملیارده کاله کي کوم شعوري پرمختګ رامنځ ته شود انسان اوبزوګي ترمنځ شعوري فرق تردې ډېردی چي دهغه لپاره په ملیاردوکلونوپه کاردي . سره له دې چي دځمکې عمر۱۳ملیارده کاله بلل کېږي . انسان څرنګه یودم دومره ذهني پرمختګ وکړ؟

پنځم : ډارون چي دارتقا‌ء دنظریې لپاره کوم اصول بیان کړي دمشاهدې له مخې هغه صحیح ثابت نه شول . په هغوکي یواصل دوراثت قانون دی . ډارون وايي چي تریوڅه وخته خلکودسپولکۍ پرې کولې چي له امله یې سپي بې لکۍ پیداکېدل،پردې دانیوکه کېږي چي عرب اوعبراني قومونه له ډېره وخته خلک سنت کوي خوترننه څوک مختون یاسنت شوی نه دی پیداشوی .

شپږم : درکازموندنې هم دارتقاء نظریه باطلوي . له رکازڅخه مراددانسانانوهغه کوپړۍ اوحیواناتوهغه هډوکي دي چي په ځمکي کي ښخ وي . دارتقاء دنظریې له مخي بایددټیټې درجې دحیواناتوهډوکي دځمکې لاندي برخې ته ولاړشي مګراوس کیسه ددې پرخلاف ده . داسي هډوکي عمومادځمکې په پورتنۍ برخه کي موندل شوي دي . ارتقایان داهم وايي چي انسانان لکونه کاله وړاندي په عقلي اوجسماني اعتبارنیمګړي وو وروورویې دتکمیل مراحل ووهل . درکازموندنې دامفکوره هم ردوي ،ځکه په پورتنۍ برخه کي چي کوم پاتي شوني موندل شوي هغه دنیګړوانسانانواثاردي اوپه کښته برخه کي چي کوم پاتي شوني موندل شوي هغه دکاملوانسانانواثاردي،سره له دې چي خبره بایدسرچپه وای . دارتقاء پرنظریه ددغونیوکه له کبله هغه ډېره کمزورې شوه چي له دې امله نه یوازي مسلمانانوبلکی ډېروغربي پوهانوهم هغه باطله وبلله دډېروریز،ولاس، فرخو،میفرټ،آغاسیز،هکسلي اوټنډل له ویناووسره سم دارتقاء نظریه چي پرکومواصولوولاړه ده هغه دمنلو وړنه دي . له همدې امله عقلي اونقلي دلائل ( چي ځیني یې په تېروعنوانواوځیني یې په راتلونکوعنوانونوکي ذکرشوي) داخبره ثابتوي چي دانسان اوکائناتوهرشی په خپله اویاترارتقائي مراحلوپه تېرېدونه دي موجود شوي بلکي هغوته یوعظیم ذات وجودورکړی اوهغه دالله جل جلاله ذات دی .

که الله موجودوي نولیدل کېږي ولي نه؟

لومړی خوبایدپه دې پوه شوچي په سترګودیوشي نه لیدل دهغه نه شتون نه لازموي،ځکه ډېرداسي شیان شته چي موږیې په سترګونه وینوخووجودیې منولکه درد،عقل اونور. اوس بله پوښتنه داده چي الله جل جلاله ولي خپل وجودپټ ساتلی دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کي علماووویلي چي الله جل جلاله ددې لپاره ځان نه دی څرګندکړی چي انسانان وازمويي،ځکه که خلک الله جل جلاله وویني اودهغه قدرت دسرپه سترګوورته څرګند شي نوخوبیاټول دهغه پرښودل شوې لاره ځي . حال داچي نړۍ دازموینې ځای دی چي څوک دالله پربیان شوې لاره ځي اوڅوک نه؟ دهمدې لپاره دالله جل جلاله وجودترلیدوپورته ساتل شوی دی .

که الله جل جلاله موجودوي نوهغه ته وجودچاورکړی دی؟

ددې خبرې ترمنلووروسته چي کائناتوته وجودالله ورکړی داپوښتنه په خپله پیداکېږي چي نوبیادالله جل جلاله خالق څوک دی؟ په دې اړه بایددې ته پام وکړی چي داډول پوښتنه دمخلوق په هکله کېدای شي چي هغه چاپیداکړی دی؟ خودخالق په اړه نه شي کېدای ځکه هغه مخلوق نه دی . بله خبره داده چي که بالفرض یوبل شي دالله جل جلاله دوجودخالق وبلل شي پرهغه هم بیرته هغه سوال کېږي چي دالله جل جلاله دخالق خالق څوک دی؟ اوبیادداډول پوښتنولړۍ نه ختمېږي . له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم داډول وسوسې شیطانې فکر بللی،پرهغویې له غورکولومنعه کړې ده اوویلي یې دي :

یأتي الشیطان الی احدکم فیقول : من خلق کذا؟ من خلق کذا؟حتی یقول : من خلق ربک؟ فاذابلغه فلیستعذ بالله ولینته .( متفق علیه )

ژباړه : په تاسوکي یوه ته شیطان راځي ورته وايي : دافلانی شی چاپیداکړی؟ فلانی شی چاپیداکړی؟ ان وايي ستارب چاپیداکړی دی؟ کله چي یوسړی تردې ځایه ورسېږي نوپه الله دي پناوغواړي اوداشیطاني فکر دي پرېږدي .