کور / کره کتنه / اوباما ته په لیک یو نظر

اوباما ته په لیک یو نظر

اوباما ته د محترمو نبی مصداق، زیرکیار، میرکی … په لیک یو نظر


محترمو زه د کابل پوهنتون د طب پونهځی نه په اعلی درجه فارغ شوی یم او په پبلیک هلت او هلت منجمت کی ما ستری هم لرم فعلا په یو این کی د پروګرام افسر په حیث کارکوم

محترمو ما وغوښتل چه په د کابل د طب پوهنتون کی لکه څرنګ چه حقداریی ووم د استادی په حیث کاروکړم خو کله چه د کدر د امتحان لپاره په خپل ملی لباس کی د پوهنتو ن تدریسی ریاست ته ورغلم نو تاجک ریس سیب راته وویل ؛ شما داکتر استی یا از کوچه امدی؛ ما ورته وویل محترمه د استا مخی ته پروت کتاب کی زما عکس هم شته او دا ترانسکریپت چه جوړه وی دا هم زما دی ، نو ده بیا راته وویل ؛ خوتوتا هنوز داکتر نشدی؛ یعنی تا چه پتلون اونیکتایی نده وهلی نو ته داکتر نه یی

بیا چه ما د کدر امتحان ورکړ نو زما نمبری له ټولو زیاتی وی خو زه یی خبر کړی هم نه ووم ا دوه په دوه دوه مضمونونو کی مشروط تاجکا ن مقرر شوی ول

ګرانو یو ه ورځ می په یو وزارت کی چه معیین یو تاجک تنګ نظری دی د یو کارلپاره امتحا ن ورکړ – د امتحان اخستونکو کسانو په منځ کی یو زوړ امریکایی ناست وو چه له ما نه وړاندی یی ۴۰ کسانو نه ازموینه اخستی وه خو هیڅ یو یی نه وو کامیاب شوی – حالانکه په دوی کی داسی کسان هم ول چه ډیری ښایسته نیکټایانی او کاوبای پتلونونو یی اغوستی ول – خو کله چه زما انترویو وشوه نو دی زاړه امریکایی وویل که تاسو دی وظفی ته کامیا ب شی نو تاسی به څه وړاندیز ولری؟

ما ورته وویل زه صرف دوه وړاندیزونه لرم او هغه دادی

الف: زه به په خپل ملی لیاس کی کارکوم
ب: د رسمی وخت نه زیا ت کارنه کوم

زوړ امریکا وویل چه زموږ دادواړه شرطونه قبول دی او ددی پوست معاش ۱۸۰۰ امریکایی ډالروو دا وخت ۲۰۰۶ کال وو .

په سبا یی بیا د وزارت متعصب او د پښتنو خلاف معیین سیب زه خپل دفتر ته وغوښتم

کله چه د معیین د فتر ته ورسیدم نو معیین سیب چه تعلیم یی تر ۱۲ صنفه وو په ډیر غرور راته وویل ؛ داکتر سیب چیرا نیکټایی و پتلون نه می پوشی؟

ما ورته وویل ځکه چه زه په خپل ملی لباس کی ځان راحت احساسوم او ښه کار پکی کولی شی

معیین سیب: چیرا پتلون راحت نیس؟

ما ورته وویل شاید وی به خو زما خپل لباس ډیر خوښ دی او پتلو ن نیکټایی خو کوم رسمی لباس او یا یونیفورم ندی ، کرررررزی یی هم نه اغوندی .

معیین : زیاد ګپ نزن بی ادبی نه کو، اګر پتلون و نیکټایی نه می پوشی باز قرارداد نمیتم .

ما ورته وویل که کار په پتلون او نیکټایی کیږی نو د ۴۰ کسانو په منځ کی ډیر نیکټایی والا ول یو به مو تری خوښ کړی وو او که کار په لیاقت وی نو د ا پوست ما ګټلی دی خو که تاسی محترم قرارداد نه راکوی پروا نه کوی زما هم ندی پکار او کولی شی دا قرارداد کوم نیکټای ولا ته ورکړی .

هغه پوست بیا د ۶ میاشتو لپاره خالی وو ترڅو یی ورته یو چه میږی پیدا کړ

مننه