دامريکا پلان او په افغانستان کې راتلونکي درې کلونه

د لراوبر اداره | جولای 9th, 2010


د يوې لويې سونامي لومړني څرکونه


وروسته له هغې چې امريکا او د هغې ملګرو ته په افغانستان کې د خپلې ماتې څرکونه ولګېدل، نو دوى د عراق په شان، خپل B پلان او c پلان ته مخه وکړه. عراق هغه ازموينځاى و، چې دغه ډول پلانونو په ډيرې کاميابۍ سره پکې خپله پايله ښودلې وو. لوديځو يرغلګرو د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو په موخه عراقي شيعه او سني ډلې په خپل منځ کې سره غوښه چاړه کړې، چې په دې سره يې نه يوازې دا چې د نړيوالو پام له خپلې ماتې څخه واړوه، او لوبه يې په خپله کټه داسې روانه کړه:
۱- نور شيعه عراقيان د سنيانو او سني عراقيان د شيعه ګانو په سيمه کې په يرغلګرو پوځيانو، نه بريد کولى شي او نه د خلکو تر منځ پناه اخيستلى شي.
٢. نور نو عراقيان پر يرغلګر بهرنيانو نه، بلکې پر يو بل بريدونه کوي او يو، بل وژني چې دا په خپل ذات کې يرغلګرو ته دوې ګټې ور رسوي، يو دا چې بايللى ميدان يې بېرته را ټنيګ کړ او بل دا چې مخالفين يې خپله يو بل وژني.
پخواني پلانونه هغه وخت پرېښول شول، چې کله په عراق کې يرغلګر په هرې اونۍ کې د شا خوا ۸۵۰ بريدونو لاندې راتلل چې په هره اونۍ کې دغو بريدونو له لږ تر لږه ۱۰۰۰ عسکر له ژوند اخيسته. په دې لړزانده دوران کې امريکايي جنرالانو د ډيوډپټريوس تر مشرۍ لاندې د زړې انګريزي فارمولې پر بنسټ يوه نوې سراتيژي جوړه کړه. ددې ستراتيژۍ مهم ټکي داسې وو :
۱. د شيعه ګانو او سنيانو زيارتونه او مقدس ځايونه دې په دې ډول تربمي او نورو بريدونو لاندې را وستل شي، چې هر لورى فکر وکړي، مخالف مسلمان لوري يې دا کار تر سره کړى دى. ددې پلان له مخې آن د امام ابو حنيفه رح او حضرت علي رض زيارتونه هم تر بريدونو لاندې راغلل.
٢- په ټولو ښارونو، بازارونو او له ګڼې ګوڼې څخه ډک ځايونه کې دې بمونه والوزول شي، چې په عامو خلکو کې هم د يو بل پر وړاندې نفرت او کرکه وزيږوي.
٣. د سي آى اې له خوا ګومارل شوې شيعه ډلې دې د سنيانو په کورونو يرغل وکړي او د هغوى پر ښځو باندې د تيري په پايله کې دې سنيان غبرګون ته وپاروي. همدغه ډلو په قتلونو، وحشتونو او ډله ييزو ظلمونو هم لاس پورې کړ.
۴. د سنيانو تر نامه لاندې دې ورانکارې ډلې جوړ کړي، تر څو د مجاهدينو تر نامه لاندې هغه کارونه وکړي چې له امله يې دوى د خلکو له کرکې سره مخ شي.
۵. د شيعه ګانو دغه ډلې دې بيا د پوليسو په چوکاټ کې راوستل شي، ترڅو په رسمي چوکاټ کې هم خپلو دغو اسلامي او انساني ضد کړنو ته دوام ورکړلاى شي.
په دې ډول په عراق کې يرغلګرو ځواکونو وکولاى شول چې په نه له اټکل پورته د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله را کمه کړي او دښمن په بل ميدان کې مصروف کړي. اوس سنيان او د القاعدې د مالي مرستې له لارې چليدونکي ټولې عراقي جهادي ډلې کومې چې د صدام حسين له اردو څخه خپله د صدام حسين په لاس جوړې شوې دي، نور په هغه کچه په يرغلګرو بريدونه نه شي کولى. دوى اوس ډيرى وخت د شيعه ګانو سره په جګړې بوخت دي.
په عراق کې د دغې ستراتيژى له پوره برياليتوب وروسته دوى په افغانستان کې د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلې د کمښت او لړزاند حالت د بدلون لپاره په افغانستان کې هم دا ستراتيژي عملي کول غواړي.
د دې ستراتيژۍ د عملي کولو لپاره دوى درې لارې په مخ کې لري:
۱. دا چې کرزى له منځه يوسي او د هغې پرځاى خپل مطلوب دويم شخص کښينوي، چې وشي کولاى د تيرو نهو کلونو ټوله بدبختي په کرزي پورې وتپي او امريکايانو ته دا ډول زمينې مساعدې کړي چې له مخې يې افغانان له جګړې لاس واخلي او په دې هېواد کې د امريکا ګټې خوندي شي.
۲. دا چې دوى په دولت کې دننه يوه ډله رامنځ ته کړي او همدا ډله کودتا ته ورته لاره وکاروي، ترڅو د کرزي حکومت راوپرځوي او پرځاى يې دا ډول حکومت رامنځ ته کړي، چې د امريکا ګټو ته پوره متعهد وي.
۳. دا چې خپل منځي جګړې پيل کړي، تر څو دوى په خپلو مرکزونو کې خپل ځان بند کړي او خلک په خپلو منځو کې وجنګوي. په دې سره به له يوې خوا خپلو اهدافو ته ورسيږي او له بلې خوا به د خپلو دښمنانو انرژي په بل ځاى کې ولګوي.
ددې درېو پلانونو د عملي کېدو شونتيا:
د لومړي پلان کارول تر ډيره حده ناشوني دي او هغه ځکه چې د ښاغلي کرزي په له منځه وړلو سره د هغې لومړى مرستيال، محمد قسيم فهيم به قدرت ته رسيږي، هغه چې غرب ته د بيلابيلو لاملونو له کبله نامطلوب شخص او که چېرې داسې وشي، نو دا به د ډيموکراسۍ د ټيکه دارانو له خوا خپله ډيموکراسۍ ته سپکاوى وي.
نو، له دې کبله امريکا په دويم پلان يعني (b پلان) باندې کار کول پيل کړل. د دې پلان جزيات داسې دي :
۱. په خلکو کې د دې فکر او نظريې راپارول، چې انتخابات ناکامه وو، په ټاکنو کې پراخ تقلب شوى، دغه حکومت غير قانوني دى او راتلونکې ټاکنې به هم په همدې ډول لومړى بدنامې کړي او وروسته به يې ددولت د تخريب لپاره وکاروي. په دې ډول به خلک په ټوله کې پاڅون ته وهڅوي.
۲. په ټول هېواد کې د ولسي پاڅونونو پر لاره اچول او پر حکومت د فشار زياتول.
د کودتا کول او په دې سره د نوو پلورل شويو افراد قدرت ته په رسولو سره له يوې خوا د يو څو کلونو لپاره په خلکو کې آرامي راوستل او خپلې ګټې خوندي کول.
خو دا پلان هم له هغې وروسته له ناکامۍ سره مخ شو، چې کله ښاغلي کرزي له دې پلان سره په تړاو کې دوه لوړپوړي امنيتي چارواکي له کاره ګوښه کيدو ته اړ کړل.
خو امريکايانو اوس په درېيم پلان يعني (c پلان) کار پيل کړى دى. تر ټولو لوى او خطرناک پلان د امريکايانو همدا درېيم پلان دى. دغه پلان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پيلولو پلان دى، خو د عراق سره به يو توپير ولري او هغه دا چې په عراق کې دغه خپل منځي جګړې د شيعه ګانو له خوا پيليږي، خو له دې امله چې په افغانستان کې د شيعه او سني جګړه د شيعه ګانو د کمښت له کبله ناشونې ده، نو دغه جګړه به د پښتون او نا پښتون ترمنځ پيليدونکې ده.
داسې ښکاري چې د دې پلان لومړني کارونه په بهسودو کې د کوچيانو د ستونزې او په ولسي جرګه کې د هزاره وزيرانو د ردېدنې په پلمه د حزب وحدت اسلامي د رهبر او غړو پر مټ پيل شوي دي او بيا به ورپسې جنرال دوستم چې اوس مهال د ازبکو ټيکه دار دى په دې لاره کې وکارول شي. د محقق ګواښونه به عملي کيږي او داسې هم ويل کيږي چې دوى د وسله وال پاڅون لپاره هم هڅې پيل کړي، جنګ به پيليږي، امريکايان به خپلو مراکزو ته راټول شي، ملګري ملتونه او داسې نورې نړيوالې ډلې به له افغانستان څخه ووځي او دا به تر هغه پورې دوام و کړي، ترڅو چې کرزى دې ته اړ شي، چې له ولسمشرۍ څخه ګوښه شي او که له دې ټولو سره سره کرزى بيا هم په واک کې پاتې شي، نو امريکايان به له دغو مخالفينو سره خپلو مرستو ته زور ورکړي او د نوييمې لسيزې په شان به يو ځل بيا خلک د کورنيو جګړو په لوګو کې سوځي.
په دې هېواد کې فرصت طلبه افرادو هرکله د خپلو شخصي ګټو لپاره د مرګ ژرنده په مختلفو نومونو، د ډير مسلمانانو په وينو او احساساتو چلولې ده، نو اوس به دا حيرانونکې نه وي، چې محقق او شمال ټلواله د خپلو ګټو د ساتلو او په راتلونکې حکومت کې دبرخې لپاره هر ډول غلامۍ ته غاړه کيږدي.
دغه پلان ته په کتو سره دا په ډاګه کيږي چې راتلونکي درې کلونه به د افغانستان لپاره هغومره ستونزمن وي، چې له خلکو به د دوى تېر تريخ تاريخ هېر کړي. خو بدبختي په دې کې ده چې چيرته چې ښکيلاکګر پوځونه د خپلو ګوډاګيانو په لاس موږ په خپلو منځو کې جنګولو ته تياروي، له يوې خوا مونږ د فيل په غوږونو کې ويده يو او له بلې خوا موږ د دوى هر ډول ته څڼې اچوو او خپل موقف او مسوليت مو هېر کړى دى . تر ټولو حيرانونکي خو دا ده چې موږ د دوى پارونکو عملونو ته کټ مټ هغسې غبرګون ښيو چې دوى يې تمه لري او دوى پلان کړي وي . موږ دا خبره يوازې پښتنو ته نه کوو، بلکې زموږ خبره عامه ده او ټول مسلمانان په دې کې ګرم ګڼم. د امت څخه هر يو غړى چې که د پښتون له کوره زيږدلى او که د تاجک، ازبک او هزاره، ټول يو شان دي او ددغې بدبختۍ پر وړاندې غلي پاتې کېدل، هغوى هم په دې ګناه کې همدومره ورګډوي لکه څومره چې نور دي.
حديث مبارک دې چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ويلي دي: که ځانګړي کسان فساد کوي او عوام غلي وي، نو عذاب به عام شي.
موږ دا دليل هم نشو کارولاى چې له هيڅ څخه خبر نه وو، ځکه چې محمد صلی الله علیه و سلم په دوو بیلابیلو احادیثو کښې فرمایلي دي چې: که لمر را وخيژي (په بل حدیث کښې د پرېوتو خبره کوي) او زما د یو امتي سره زما د امت غم نه وي، هغه زمونږ د جملې څخه نه دى. دغه حدیث دا په ډاګه کوي، هر سړى چې د خوبه را پاڅیږي او د امت د خدمت نیت او د ورځې په ختمیدو سره د امت لپاره د عمل نتیجې ورسره نه وي، هغه د محمد ص له امت څخه نه بلل کیږي. اوس دې مونږ له خپل ځان سره دا فکر وکړو چې د ورځې په تیریدو سره امت ته څومره ستونزې زیاتیږي، خو بیا هم مونږ ترې خبر نه یو. که ددغه خيانت چې يو شمېر غدارو او تپل شوو رهبرانو ورته ملا تړلې ده، د مخنیوي لپاره مونږ هیڅ هم ونکړو، نو په مونږ باندې به نه یوازې د دنیا ذلت لانور هم بار شي، بلکه له دې کبله چې خاموشه ناست یو، په آخیرت کې به د همدوى په جمله کښې حساب شو.
په عین حال کښې مونږ ته پکار نه ده چې یو وارې بیا دې د کفارو د لاس آله ؤګرځو. ځکه چې محمد صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي: یو مؤمن د یوې سوړې څخه په دویم وار نه شي، چیچل کیداى. نو که بیا هم مونږ د دغو کفارو له لاسه غولول کیږو نو ددې څخه دا په ډاګه کیږي چې مونږ به مؤمنان نه یو.
تر ټولو لوى مسئوليت ملت ته ور ګرځي، موږ يو داسې جنګ ته ور ګرځېدونکي يو چې نه مو غوښتى او نه يې غواړو، خو په دې جګړه کې به جنګيږو. پلان داسې دى چې دوى په خپلو اډو کې ناست وي او موږ به يو بل سره وژنو. پېټريوس چې دغه پاليسي يې په عراق کې پلې کړه اوس افغانستان ته راغلى او همدا کار به کوي.
يو ځانګړى پيغام زموږ هزاره ورڼو ته دى! مه پرېږدئ چې پر تاسې تپل شوي مشران د يو شمېر عراقي شيعه ګانو په شان د ښکيلاګرو د هغه پلان لوبغاړي شي چې موږ ته يوازې وينې، وژنې او اوږدې بربادئ پرېږدي.

Copyright Larawbar 2007-2024