د ایران بمی چاودنی شل کسان ووژل
اسوشیټیډ پریس او بی بی سی خبر ورکوی چی تیر ماخستن د ایران په زاهدان کی په یو مسجد کی دوې بمی چاودنی وسوې چی شل کسان یې ووژل . خبر وایی چی لومړنۍ چاودنی څلور کسان ووژل خو کله چی امنیتی او مرستندویه کسان راغلل نو دوهمه چاودنه وسوه چی هغې ۱۶ کسان پسی ووژل . خبر زیاتوی چی تر سلو زیات کسان هم ژوبل سوي دي . د « سپاه پاسدان انقلاب » پرسونل هم وژل سوي دي .
دا چاودنی د شیعه ګانو د درېیم امام او د هغه د ورور د کالیزی د نمانځلو پر مهال وسوې چی مسؤلیت یې تر اوسه چا نه دی منلی .